افغانستان

د ولسي جرګې غړی: حکومت باید له ځنډ پرته له طالبانو سره د خبرو لپاره نوی پلاوی وټاکي

نوی معرفي کېدونکی پلاوی باید پراخ او هراړخیز وي چې د ټول ولس استازیتوب وکړای شي

کابل – د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي چې افغان حکومت باید له ځنډ پرته له طالبانو سره د خبرو لپاره نوی پلاوی وټاکي.

که څه هم د حکومت د سولې د مرکچي ټیم د پراخولو او په دې اړه د مشورو له پیل څخه له یوې اونۍ زیات وخت تېرېږي، خو داسې ښکاري چې لا هم لازم پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

د ولسي جرګې اداري پلاوی له حکومت غواړي چې دغه ټیم ژر اعلان کړي.

د دغې جرګې دویم منشي عرفان الله عرفان پرون ازادي راډیو ته وویل، نوی معرفي کېدونکی پلاوی باید پراخ او هراړخیز وي چې د ټول ولس استازیتوب وکړای شي.

عرفان زیاته کړه: “له حکومته موږ غوښتنه کوو چې ژر د مذاکرې داسې پراخ او هراړخیز پلاوی وټاکي چې په هغه کې بانفوذه او وړ خلک شامل وي، څو وکولای شي چې له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې د افغان حکومت او ولس بشپړ استازیتوب وکړي.”

افغان حکومت په تېر قوس میاشت کې له طالبانو سره د حکومت د مذاکره کوونکي ۱۲ کسیز پلاوي لېست اعلان کړ.

په ‌دغه لېست کې یو کس د عالمانو شورا، یو کس د ملي شورا او پاتې نهه نور حکومتي چارواکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې ورستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغان مشرانو سره په خبرو کې د دغه ټیم د پراخولو خبره کړې ده.

%d bloggers like this: