افغانستان

ناټو: د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکراتو ته خوشبین یو

د ناټو اتحاد سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي، دوی د طالبانو او امریکا تر منځ روانو مذاکراتو ته خوشبینه دي او هیله لري چې یوه ښه نتیجه به ورکړي.

نوموړي ویلي، طالبان او امریکا د ځوتکونو د ایستلو په تړاو هره پریکړه چې کوي ، لومړی پرې د ناټو سازمان له مشرتابه په جریان کې اچول کیږي.

ستولټنبرګ وایي، تر هغو به د افغان ځواکونو روزنې او مشورې ورکولو ته ادامه ورکړي، ترڅو چې طالب او امریکایي مرکچیان د ځواکونو د ایستلو په تړاو یوې پریکړې ته رسیږي.

نوموړي وویل ، د دوی روزنې د افغان ځواکونو پر مرال ښه اغیزه کړې او د اوږدمهال لپاره کولی شي له خپل ځانه دفاع وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ناټو ړفاع وزیرانو په بروکسل کې پر امریکا ژغ وکړ چې ، لکه څنګه یې چې په ګډه پر افغانستان یرغل کړی، راوتل یې هم باید پر یوه ځای وي او امریکا باید خپل نور متحدین په افغانستان کې یواځې پرې نږدي

%d bloggers like this: