لوبې

ايرلينډ افغانستان ته ماتې ورکړه او سيريز يې ۲-۲ مساوي کړ

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۹ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان او ايرلينډ لوبډلو ترمنځ په پنځمه يو ورځنۍ سيالۍ کې ايرلينډ افغانستان ته د پنځو ويکټو په توپير ماتې ورکړه.

ايرلينډ لوبډلې د افغانستان د ناکامې توپوهنې څخه په ګټه پورته کونې سره د پنځو سياليو سيريز ۲-۲ مساوي کړ، او زوړ ريکارډ يې هم مساوي وساته، د دواړو لوبډلو ترمنځ ۲۵ يو ورځنۍ سيالۍ ترسره شوي چې هرې يوې ۱۲-۱۲ ګټلي او يوه لوبه د ورښت له کبله بې پايلې اعلان شوې ده.

په ننۍ لوبه کې افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او ایرلينډ لوبډلې ته يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ۲۱۷ منډې هدف وټاکه، چې د ايرلينډ توپوهونکو بې له کومې ستونزې پېښيدلو ټاکلی هدف د پنځه ويکټو په غورځېدو بشپړ کړ.

https://platform.twitter.com/widgets.js

د ننۍ لوبې جایزه د غوره توپوهنې له امله افغان لوبډلمشر اصغر افغان ته ورکړل شوه، خو د سيریز یا د یادې لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه بیا انډریو بلبيرني ته د غوره توپوهنې په پایله کې ورکړل شوه، نوموړي په دوه لوبو کې ايرلينډ ته سيالۍ ګټونکې توپوهنه وکړه.

د یادولو ده چې له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې شل اوریزې نړیوالې لوبې هم ترسره شوې چې افغان لوبډلې درې واړه لوبې وګټلې او یوه ستره لاسته راوړنه یې ترلاسه کړه، ددوی ترمنځ به په ۱۵ مارچ يوازينۍ ټيسټ سيالۍ هم پېل کيږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ايرلينډ افغانستان ته ماتې ورکړه او سيريز يې ۲-۲ مساوي کړ

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: