لوبې

افغانستان کرېکټ بورډ د لس اوريزو ليګ سيالۍ پېلوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ د ۱۳۹۸ل نوي کال په پار د «نوروز لس اوریزو» جام سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله فيسبوکپاڼه خبر خپور کړی چې د نوي کال په مناسبت او د نوي کال لمانځلو په پار به د «نوروز» لس اوريزې سيالۍ پېل کوي.

که څه هم افغان لوبډله په يو ورځنۍ او ټيسټ لوبو کې زياتو تمريناتو ته اړتيا لري خو بيا هم د لس اوريزو ليګ پېلول نادره ده، خو ويل کيږي چې ځوانانو ته د تفريح په خاطر دغه ليګ ترسره کيږي

د افغان کرېکټ بورډ لخوا نور معلومات نه دي ورکړل شوي خو ويل کيږي چې دغه سيالۍ به د ايرلينډ سره له سياليو وروسته په کابل لوبغالي کې ترسره شي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: افغانستان کرېکټ بورډ د لس اوريزو ليګ سيالۍ پېلوي

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: