ټولنیزي لیکنې

دا ګپ نۀ دی/ د بکارت پرده

محمدرحیم سکندر

یو ساده کلیوال مې یو وخت څنګته کړم، ویل یې چې تاته ونۀ وایم نو بل څوک حال راپسې وایي، ځکه ډېره بې‌عزته خبره ده. مال خیر وکړې خدای دې نۀ کړي!؟

ویل یې دوه کاله کېږي چې وادۀ مې کړی، خو اوس هم په نۀ زړۀ خپلې مېرمنې سره څملم. مال خیر وکړې!؟

ویل یې د وادۀ په دریمه شپه مې چې کله مېرمنې سره معامله وکړه/ دخول وشو نو وینه یې ونۀ کړه، نو سل فکرونه راوغورځېدل چې دا به یې پېغلتوب کې بل چا سره معامله کړې وي او په ښځه مې اوس هم بدګومانه یم او هر وخت قسمونه راته خوري چې داسې کومه خبره نشته.

زۀ چې تر دې وړاندې په دې مسله یو متخصص ډاکټر پوی کړم وم، نو ورته ومې ویل: وروره زمونږ وطن/ پښتنو کې په ښځو سخت درانۀ کارونه کېږي، اوبۀ راوړل، غرۀ نه لرګي، پټیو نه بارونه راوړل، کور کې لرګي ماتول، لۀ سترو ویالو نه ټوپونه وهل او…

دا هغه څۀ دي چې د پېغلې/ جلۍ د بکارت پرده ورسره شلېږي او دا یو ځل وي بس او د وادۀ په شپه بیا ځلې وینه نۀ کوي.

د ډاکټرانو په وینا چې ځینې نجونې په طبعي ډول هم د بکارت پرده نۀ لري، د پېغلې د زیاتې مستۍ او یا د زیات عمر لۀ امله هم د بکارت پرده لۀ منځه ځي.

بس نو سړی ارام شو او ویې ویل چې ایله به اوس لۀ ژونده خوند واخلم.

#نوټ: پښتنو کې زیاتره دښمنۍ، کورنی تاوتریخوالی او لۀ پلار کره ورشړل د همدې لۀ امله وي چې د وادۀ په شپه یې مېرمنې شرمګا وینه نۀ وي کړې او خاوند یې په زوره مجبوروي چې ووایه! چا سره دې معامله کړې؟

ښځه بې‌چاره د دې لۀ خاطره چې یا مې ونۀ وژني او یا څوک راباندې خبر نۀ کړي نو په دروغو هم یو بې‌ګناه ځوان ورته وښيي او خاوند یې موقع سره خون واخلي او یا جلۍ هم ووژني. لۀ کمعقلې ورځې هم د جلۍ او هم د بې‌ګناه کس کورنۍ سره دښمنۍ پیدا شي.

ځینو کورنیو کې میندې، خویندې او وریندارې د نکاح په شپه په پالنګ/ کټ باندې سپینه رنجه/ رخت ټوټه وغوړوي او سبا یې معلوموي چې وینه یې بهېدلې او که نۀ؟

نن سبا خو عدلیې طب هم شته، کولی شئ مخکې لۀ نکاح خپله مېرمن ټېسټ کړئ، شاید نتیجه یې مثبته او یا مو لږ تر لږه اندېښنه لرې شي.

خو زیاتره مشکل لۀ ښځو سره زمونږ په وحشت او درنو کارونو کې دي چې تاسې خپلو سیمو کې هم لېدلي.

%d bloggers like this: