نظر او تحلیل

ملا محمد عمر مجاهد لوی وو خو لويي يې نه درلودله

ليکوال: خاکسار

دا خو ټولې نړۍ ته معلومه او څرګنده خبره ده چې د يوه هېواد پاچا، ولسمشر يا هم جمهور رئيس خامخا څه نا څه لويي لري او ځان ته د پاچا يا امير خطاب کوي، خو هغه يتيم ماشوم چې د افغانستان د لسيزې غميزې ته يې د پای ټکی کېښود؛ د ټولې نړۍد نورو واکمنانو په خلاف يې لويي نه لرله، يعنې ځان يې واکمن نه باله بلکې ځان يې تر يوه دروند مسؤوليت لاندې احساساوه، دغه يتيم ماشوم ملا محمد عمر مجاهد رح وو، چې د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ په چاه هفت کلي کې په ۱۳۳۹ هش او ۱۹۶۰ ميلادي کال کې زېږېدلی دی، ملا محمد عمر مجاهد پنځه کلن وو چې پلار يې (مولوي غلام نبي) وفات شو.

دا چې د نورو يتيمانو په توپير په دې يتيم کې الله ج نا اشنا حکمت ايښی وو نو ځکه يې د روسانو پر وړاندې له جهاد څخه وروسته د پاټکيانو او فساديانو پر وړاندې په ۱۹۹۴ ميلادي کال کې د طالبانو د اسلامي تحريک (اسلامي امارت) بنسټ کېښود، دغه بنسټ له کندهار څخه پيل خو د خپل نوعيت او ماهيت له مخې يې ټول افغانستان په بر کې ونيو چې تقريباً په ډېره لږه موده کې يې افغانستان له ناخوالو خلاص کړ او اسلامي نظام يې پکې راووست.

ملا محمد عمر په افغانستان کې داسې نظام راووست چې افغانان پکې خپل اسلامي او افغاني کلتور دود وليده او يو داسې نظام وو چې له ډېرې اوږدې مودې وروسته په دفترونو کې هم پاج لونګۍ، اوږده کالي او اوږده ږيره وليدل شوه،

همداشان داسې نظام چې پوره اسلامي او شرعي حدود پکې جاري وو او د افغانانو د ډېرې زياتې مودې هيلې پکې پوره شوې.

د محترم ملا محمد عمر په اړه ويل کېږي چې نوموړی ستر وو خو لويي يې نه وه زده، يعنې په څېره کې يې وقار، د تقوا او پرهېزګارۍ اثار له ورايه معلومېدل، په زړه کې يې له الله ج څخه وېره درلودله، له بل چا څخه یې وېره نه درلودله، ځکه يې نو د ټولې کفري نړۍ د يرغل پر وړاندې نظامي فعالیت پيل کړ او په ډېره مېړانه يې دا دی خپل تحريک په يوه سياسي او نړيوال ځواک باندې تبديل کړ چې دا هر څه لومړی د الله ج مرسته او بيا د ملا محمد عمر د عاجزۍ، خاکسارۍ، تقوا او نورو اسلامي خويونو برکت وو،

ويل کېږي چې ملا محمد عمر مجاهد ځان له خپلو ملګرو څخه لوړ نه ګاڼه او خپل ځان يې د واکمن په څېر نه باله بلکې د خپل ملت د يوه خواخوږي په څېر وو، همداشان له بيت المال سره ډېر احتياط کاوه، او هڅه يې کوله چې خپل هېواد له جنګ او جګړو وساتي او خپل ولس ازاد کړي او امن ورته راولي.

له دې کبله ويل کېږی چې ملا محمد عمر مجاهد لوی وو خو لويي يې نه درلودله.

دا مطلب د کابل ټکی کام څخه کاپي شوی:ااصلي مطلب دلته موندلائ شئ: ملا محمد عمر مجاهد لوی وو خو لويي يې نه درلودله.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this: