کلتور او ادب

د یو بېوسه محصل تلیفون خپلې ادکې ته!

لیکوال: سميع الله انځور

اې، ادکې زه ښه یم؛ ته ښه یې؟
اوس خو به نه ژاړې؟ پولۍ شونډې خو به د نورې نه وي چاودلې؟ زه خو به دې ډېر نه یادېږم؟ زما په بېلتون خوبه خپه نه وې؟ هغه زما په زاړه بالښت خو به سر نه ږدې؟
اې، ادکې ګرانې خوږې ادکې!
زه بیخي ښه یم، اوس مې سر نه خوږیږي، بې خرڅه هم نه یم، د کور میسي لوښي ونه پلورﺉ…! هغه مېږه قصاب ته ورنه کړﺉ، هغه به ستا لپاره په لوی اختر کې قرباني کړو.

خیر ته اندېښنې مه کوه، زما وروڼه به زلمي او زه به فارغ شم. مزدوري به وکړو ته به بیت الله شریف ته لاړه شې؛ پورونه به خدای خلاص کړي؛ خوږمن سر به د منان رب روغ رمټ کړي.

ادې خپه نشې!
زما ګناه خو نه ده، صرف ستا آرام پوره کولو پسې راوتی یم، ولې چې تا راته ویلي: زه به هغه وخت درته په خپل لاس یخن جوړوم چې تا په توره پنتوني کورتۍ کې ووینم…!

هو ريښتیا ادکې هغه تا راته پخې کړې رنځوښۍ”بوسراغې“ هېڅ نشم خوړلی، ټولې وچې شوې، لږه اندازه بوره هم پکې نشته او غوړي هم درنه هېر شوي. اف وبخښه ادکې ریښتیا هغه وخت خو کور کې بوره نه وه، غوړي هم خلاص شوي وو.

ادې اوس به سپوره ټکله ”ډوډۍ“ خورﺉ، همداسې ده؟
خیر لږه انتظار شه! وړوکې خور ته مې بهانه وکړه زما بدالعاشه راځي هغه روپۍ به ټولې درته ولېږم پوره آتلس سوه افغانۍ دي، یوه وړوکې بوشکه غوړي او نوره پرې خپله دوا واخله مورې…!
ګوره… ګوره! ته ”پاراستامول“ ګولۍ ډېرې مه خوره… هو _ هو پوهېږم چې په پنځه روپۍ دي؛ مګر ستا سرکی پرې نه جوړېږي!

اې مورې!

نعیم کاکا کره ورشه چې د کلا کار چاته ورنه کړي، زه به یې ورته ارزانه جوړې کړم د اوړي رخصتۍ راروانې دي.
ښا نو ادې څه درولېږم پوره زر افغانۍ راسره شته!
نه _ نه ادکې پور کړې مې نه دي او نه مې غلا کړې. یو مونوګزاف مې چاته لیکلی هغې راکړې.

ځه نو ګرانې ادې خدای د مل شه زه اودس او ورپسې دوه رقعته لمونځ کوم چې خدای تا راته روغه کړي او ستا لپاره ماته ډېر عمر راکړي.

خدای په آمان!
هلو … هلو… اورې ادې اففف هېر مې شول اخ، خدایه چې اوس به یې خوږمن سرکی څنګه وي!؟

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this: