لوبې

آی سي سي د پاکستان کرېکټ بورډ پر وړاندې دوه مخې پريکړه وکړه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۲۰ کب، ۱۳۹۷): د کریکټ نړيوالې شورا د پاکستان په هغه غبرګون کې چې هند لوبډلې د لوبې پرمهال فوځي خولۍ په سر کړې او لوبه کې يې سياسي بړاس وويست- دوه مخې پريکړه اعلان کړه.

د هند او استراليا لوبډلو ترمنځ په دريمه يو ورځنۍ سيالۍ کې د هند لوبډلې د کشمير پلوامه پېښې او د وژل شويو کورنيو ته د غمرازۍ ښودنې په تړاو فوځي خولۍ په سر کړې وې چې د پاکستان حکومت پرې سخت غبرګون وښود او د کرېکټ نړيوالې شورا څخه يې د سختو کړنو ترسره کولو غوښتنه وکړه.

د کرېکټ نړيوالې شورا نن دوشنبه په ۱۱ مارچ د يادې پېښې په اړه پريکړه وکړه او زياته يې کړه چې د هند کرېکټ بورډ له دوی څخه د ياد کار ترسره کولو غوښتنه کړې وه چې د نړيوالې شورا لخوا اجازت ورکړل شوی و.

ددوی په وينا د هند کرېکټ بورډ دغه کار د بل څه نه بلکې د پلوامه پېښې وژل شويو کورنيو لپاره د خيرات ټولولو او هغوی سره د غمرازۍ ښودلو په پار ترسره کړی و.

خو د کرېکټ نړيوالې شورا دغه پريکړه دوه مخه لري، له دې وړاندې د انګلستان لوبډلې مسلمان لوبغاړي معين علي د فلسطيني خلکو سره د غمرازۍ او د يووالي څرګندولو په پار د لوبې پرمهال په لاس پټۍ تړلې وه چې SAVE GAZA (د غزې حفاظت وکړۍ) پرې ليکلي شوي وو.

د لوبې پرمهال چې کله دغه پټۍ د کامرې سترګې ونېوله د کرېکټ چارواکو سمدلاسه معين علي د فلسطين خلکو سره د يو والي څرګندولو او د پټۍ لګولو څخه منع کړ.

همدا ډول سويلي افريقايي مسلمان لوبغاړي عمران طاهر د لوبې پرمهال له ويکټې اخيستنې وروسته د پاکستاني نعت خوان جنيد جمشيد عکس چې د شرټ لاندې يې لګولی و د مينې په پار ښکاره کړ، چې د آی سي سي لخوا خبرداری ورکړل شو او بيا يې د داسې کړنې نه ترسره کولو ښودنه ورته وکړه.

د يادونې ده چې په دغه سيالۍ کې چې د هند په رانچي کې ترسره شوه او لوبغاړو يې «فوځي خولۍ» په سر کړې وې- استراليا لوبډلې هند لوبډلې ته د ۴۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: آی سي سي د پاکستان کرېکټ بورډ پر وړاندې دوه مخې پريکړه وکړه

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: