افغانستان

خلیلزاد: د سولې لپاره شرایط ښه شوي

د افغانستان لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد وویل د سولې لپاره شرایط ښه شوي دي.

نوموړي په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: «زه همدا اوس په قطر کي د طالبانو سره له اوږدو خبرو خلاص سوم. د سولې لپاره شرایط بهتره سوي دي. دا واضح خبره ده چي ټول طرفونه د جنګ ختمول غواړي. د ټولو کښته او پورته سره سره، موږ دوامداره پرمختګ وکړ، او واقعي او ستر ګامونه مو واخیستل. نهايي سوله پر دې څلورو مسایلو باندي موافقې ته ضرورت لري: (الف) د تروریزم پر خلاف تضمین، (ب) د امریکايي عسکرو وتل، (ت) بین الافغاني خبري، او (ج) هر اړخېز او جامع اور بند. د جنوري په خبرو کي موږ په عمومي توګه پر همدې څلورو مسایلو باندي خبرې کړي وې. موږ اوس د لومړیو دوو مسلو په باب «په مسوده کي موافقه کړې ده. کله چي د عسکرو د وتلو او تروریزم پر خلاف د موثرو اقداماتو د موافقې مسوده نهايي سي، طالبان، نور افغانان او جمع حکومت به د سیاسي مصالحې او جامع اور بند په اړه بین الافغاني مذاکرات پیل کاندي».

خلیلزاد زیاته کړې چې زما بل قدم به په واشنګټن کې د نورو لوریو سره بحثونه او مشورې وي. مونږ به ډېر ژر بیا سره کښينو او تر څو چې پر ټولو خبرو توافق نه وي شوی، هیڅ توافق نه دی شوی.

%d bloggers like this: