افغانستان

طالبان: د امریکایانو سره پر دوه موضوعاتو «کافي» پرمختګ وشو

طالبانو د قطر مذاکرات د پای ته رسیدو د رسمي اعلان پر مهال وویل چې د امریکایانو سره په تفصیلي بحث کې پر توافق شویو موضوعاتو کافي پرمختګ وشو.

په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې څرنګه پرمختګ وشو خو زیاته شوي چې دواړه لوري به پر شویو پرمختګونو باندي لا «غور» کوي او له خپلو مشرانو سره به یې شریکوي او په راتلونکي غونډه کې به بیا بحث باندي کیږي.

دا چي امریکایانو او طالبانو دا تېر ۱۶ ورځې پر څه شي بحثونه کول، د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي: «د مذاکراتو په دې بهیر کې په هغو دوو موضوعاتو چې د جنوري په میاشت کې توافق ور باندې شوی و تفصیلي او هر اړ خیز بحثونه وشول، هغه دوه موضوعات له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل او د نورو په ضرر د افغان خاورې نه کارول و، داچې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستان څخه څنګه او په څومره وخت کې وځي او د وتلو ترتیب به یې څنګه وي؟ همدارنګه له اینده افغانستان څخه به امریکا یان او ملګري یې څه ډول مطمئن کیږي؟ ».

مجاهد ویلي چې د افغان حکومت سره د مذاکراتو او پر اوربند باندي هیڅ پرېکړه نه ده شوې.

مجاهد همداراز د راتلونکي ناستې نیټه او ځای نه دی په نښه کړی خو ځینو سرچینو ویلي چې کیدای شي د روانې میاشتي په پای کې دواړه اړخونه یو ځل بیا سره را ټول شي.

بلخوا ځینو رسنیو خبر ورکړ چې د امریکایانو او طالبانو تر منځ په ۱۶ ورځنیو مذاکراتو کې د طالبانو له اړخه امریکایانو ته اطمینان ورکول شوی چې د القاعده په شمول بهرنیو ډلو ته به بیا اجازه نه ورکول کیږي چې د افغانستان خاوره د چا په ضرر وکاروي او امریکایانو هم د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه توافق کړی خو د څرنګوالي او نیټې په اړه لا نور بحث ته اړتیا لیدل شوې.

دغو سرچینو ویلي چې د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد به واشنګټن ته ولاړ شي تر څو د شویو مذاکراتو په اړه ټرمپ ته معلومات ورکړي.

%d bloggers like this: