نظر او تحلیل

درېیم عمر د لومړي عمر رضی الله عنه یاد را تازه کړ!

ژباړه او راټولونه: م. حمد الله (دانشمند)

د اسلام دوهم خليفه (عمر رضي الله عنه) ته “كسری” خپل پلاوی ور واستاوه، کله چې مدینې منورې ته ورسېد د هغه مبارک د کور لټون یې پیل کړ، ویلې: د خلیفه قصر (ماڼۍ) چېرته ده؟

هغوی ورته کړه: هغه ماڼۍ نه لري!

هغه ور غبرګه کړه: د هستوګنې کور یې چېرته دی؟

هغوی یو خټین کور ته ګوته ونیوله، ورته یې کړه: همدا د خلیفه کور دی. هغه ورته کړه: ساتونکي چوکيداران یې چېرته دي؟

هغوی ورته ویل: ساتونکي نه لري!

دروازه یې ور وټکوله، زوی یې راووت، ترې ویې پوښتل: خلیفه چېرته دی؟

هغه ورته وویل: په مسجد (جمات)، یایې د مدینې په یوه څنډه کې ولټوئ!

هغوی ولاړو په مسجد کې یې و نه موند، د یوې درختې سایې ته یې یوه ویده څېره ومونده، همدا خلیفه دی؛ دره یې څنګ ته ایښې؛ له ټوټو نه په ګنډل شوي څادر کې پروت؛ خپله څنګل یې د بالښت په څېر تر سر لاندې کړې؛ ښه په خواږه خوب ویده دی!

هغه پلاوی د هغه له هیبته ولوېد، ویې ویل:

“عدلت، فامنت، فنمت یا عمر!”

ژباړه: عدل دي وکړ، سوکاله ژوند دي ولاره، په خواږه خوب ویده شوې اې عمره!

یوه شاعر د کسرا د پلاوي اغېز په لاندي نظم کې انځور کړې، چې ما یې غوړ چان او لنډه ژباړه را خلاصه کړې.

هغه پلاوي کسرا هېر کړ، کله یې چې عمر [رضی الله تعالی عنه] د ولس په منځ کې د یو عام وګړي په څېر ولید، حال دا، چې هغه د همدې رعیت مشر واکمن و. هغه مبارک د فارس د پاچایانو په دور کې شتون لاره. هغوی محکم لښکر او امنیتي ساتونکي لاره، چې د خپلو پاچایانو حمایه او ساتنه به یې کوله. هغه، هغه (عمر رضی الله عنه) په داسې حال کې ولید، چې په درانه خوب ویده و. په هغه کې د هیبت سترې نښې برېښېدې. هغه مبارک سر پر خاوره د یوې سترې درختې سایې ته ایښی و. په یوه داسې څادر کې پټ و، چې ځواک یې زمانې په بډ وهلی و. د هغه مبارک په سترګو کې هغه مادیات او دنیوي شتمنۍ ناڅیزه او ناکاره ښکارېده، کوم چې د نورو واکمنانو په آند ستره بریا ښکارېده.

هغه داسې یوه تاریخي جمله د هغه مبارک په اړه وکاروله، چې له پېړیو را هیسي لاس په لاس کېږي. هغه جمله دا: د امن له پلوه ډاډه شوې، کله چې دي د ولس ترمنځ د عدل او انصاف تله کېښوده، پس ویده شوې په داسې حال کې، چې سترګې دي یخې او مبارکې وي.

حافظ ابراهیم:

و راعَ صاحبَ كِسرى أنْ رأى ” عُمراً ” — بين الرعيَّةِ عَطلاً و هوَ راعيها

و عَهدُهُ بِمُلوكِ الفُرسِ أنَّ لها — سوراً مِن الجُند والأحراس يحميها

رآهُ مُستَغرِقاً في نَومِهِ فرأى — فيه المهابةَ في أسمى معانيها

فوقَ الثرى تَحت ظِلِّ الدَّوحِ مُشتملاً — بِبُردَةٍ كادَ طُولُ العهدِ يُبليها

فهان في عينيهِ ما كان يُكبِرُهُ — مِنَ الأكاسرِ و الدُّنيا بأيديها

وقال قولةَ حَقٍّ أصبحت مَثلاً — وأصبحَ الجيلُ بعدَ الجيلِ يَرويها

أَمِنتَ لمّا أقمتَ العَدلَ بَينَهُمُ — فَنِمتَ نَومَ قَريرِ العينِ وهانيها

ابن کثیر(رحمه الله) بزیادة

تېر ته په کتو که څوک د عمر ثالث رحمه الله تعالی ژوند لاره او تګلاره ملاحظه او د هغه رحمه الله د هغه خټین کور او ساده زندګي په ژوره توګه مطالعه کړي؛ نو موندلی شي، چې د هغه تګلاره د حضرت عمر فاروق رضی الله تعالی تګلارې ته بیخي ورته وه.

ـــــــــــ

ښکاره شوه چې د امیر/ خلیفه ښکلا، تاج او تخت نه دي؛ بلکې ښه عدل، تواضع او دالله پاک د اسماني قانون په رڼا کې ژوند د هغه ښکلا ده. په الهي قانون د هغه مستقیم پاتې کېدل د دې ورانې دنیا اوراتلونکي تل وداني ژوند د پر مخیون لامل دی.

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this: