افغانستان

ګډو عسکرو د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې يو ځل بيا ولسي خلک وژلي

د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې ګډو عسکرو يو ځل بيا د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې او شپږ تنه يې وژلي دي.

د سيمې خلکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې د خوږياڼو په ټټنګ سيمه کې د ګډو عسکرو په چاپه کې د څلورو وروڼو په شمول شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، چې ټول  يې ولسي خلک بلل شوي دي.

په دې وروستيو کې يو ځل بيا د ګډو عسکرو له لوري د ولسي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

تېره ورځ د غزني  په شلګر ولسوالۍ کې د هوايي برید پر مهال د ملکيانو ټونس موټر په نښه شوی و، چې له امله يې پنځلس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ځايي خلکو رسنيو ته ويلي، چې وژل شوي کسان ټول ملکيان دي او د سيمې خلکو د غزني ښار کې د حکومت پر ضد لاريون پيل کړی او ګواښ  يې کړی، که د پېښې قاتلين محاکمه نه شي، دوی به خپل مړي د ارګ مخې ته يوسي او د حکومت پر ضد به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

تر دې وړاندې تېره اونۍ هم د ننګرهار په حصارک، د وردګو په سيداباد، لوګر، کندوز، هلمند او نورو سيمو کې د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې او د خلکو غبرګونونه يې راپارولي دي.

درې ورځې وړاندې په حصارک ولسوالۍ کې ګډو عسکرو د يوې کورنۍ ۱۲ غړي وژلي وو، چې پنځه يې د ياغستان په نوم د ملي اردو د هغه سرتيري وو، چې په وردګو ولايت کې د طالبانو پر ضد جګړه  کې بوخت و.

%d bloggers like this: