نظر او تحلیل

ډيورنډ توره کرښه

د (ډيورنډ توره کرښه) کتاب تازه پښتو ته ژباړل شوی دی. د کتاب لیکوال راجیف ډوګرا دی، پښتو ژباړه یې بابرزي هېواد دوست کړې ده، چې همدا پښتو بڼه یې ټول ټال ۳۶۱ مخونه لري.

د افغانستان د اوسنۍ سیاسي جغرافیې په اړه موجود ډېر کړکېچونه د ډيورنډ او ورته نورو مسئلو په حقوقي شالید کې نغښتي دي.  موږ  کلونه کلونه د دغه داعیې په پالنه او ګټنه کې د سر او مال قرباني ورکړې ده او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

زموږ ځوان نسل اوس هم د ډيورنډ په اړه پر ډېرو خبرو نه پوهېږي او د ډيورنډ په نامه د دغه ژور ټپ په مرهم پسې لاس تپ وهي. موږ  په دغه خاورینه کره کې پراته لار ورکي ولسونه، د خپل راتلونکي په ورکه پسې هاخوا دېخوا ګرځو،  خو پوه نه یو چې زموږ  د موجود ناورین ستره برخه  همدا د ډيورنډ په نامه موجوده منحوسه او نامنلې کرښه ده، چې هېڅکله افغان ولس نه ده منلې او نه به یې ومني.

د افغانستان ټولنیز او سیاسي تاریخ که وکتل شي، نو اصلي چورلیز یې وسله واله مبارزه او جنګ جګړې دي، چې اصلي محور یې همدا کرغېړنه کرښه ده.  د دغه تاریخ هېڅ پاڼه د یوه علمي بدلون او خوځښت خبرې نه کوي او نه چا دې قربانۍ ته زړه ښه کړی دی. لاملونه یې ښایي ډېر وي، خو ستر لامل یې دلته ناوړه حاکم دود دی، چې یوازې د ټوپک پر اتلولۍ پکې ناز کېږي.

د ډيورنډ فرضي کرښې له تړون څه کم یوه نیمه پېړۍ تېرېږي، خو لا یې هم اور نه دی مړ او هره ورځ پر افغان ولس سوزېږي. که ووایو چې د ډيورنډ کرښې په اړه په مستقیم او غیر مستقیم ډول لسګونه کتابونه لیکل شوي، مبالغه به مو نه وي کړې.

د ډيورنډ مسئله په دې مهمه ده چې د زرګونو انسانانو ژوند ور پورې تړلی دی او تر ټولو مهمه دا، چې له کلونو کلونو یې پر افغان ولس اغېز کړی، ځورولی یې دی او لا یې هم دغه تنده نه ده ماته شوې.

دغه کتاب د دغه فرضي کرښې په اړه ستاسې ډېرو هغو پوښتنو ته معقول او جامع ځواب وايي، کومې چې له ډېر وخت راپدېخوا بې ځوابه پاتې شوې دي. لکه، د دغه کرښې له رامنځته کولو د انګرېزانو هدف څه و؟  څه شی د دې لامل شول چې امیر عبدالرحمن خان یو داسې سند لاسلیک کړي؟ ایا دغه هوکړه تل پاتې وه؟ د دې او ورته لسګونو پوښتنو ځواب په دغه کتاب کې پيدا کولی شی.

د کتاب تر ټولو ښه ځانګړنه دا ده چې بهرني لیکوال راجیف ډوګرا لیکلی دی.  له دې مخکې د ډيورنډ په اړه ډېرو افغانانو کتابونه لیکلي وو، چې ځینې یې د معلوماتو په تله پوره نه وو او په ځینو کې له احساساتو هم کار اخیستل شوی و، خو دغه کتاب بیا بهرني او په اصطلاح منځګړي لیکوال لیکلی دی.

په ټوله کې مو دغه کتاب د ډيورنډ کرښې په اړه له هغو رازونو خبروي، چې تر اوسه پټ ساتل شوي وو.

مینه وال کولای شي دغه کتاب له اکسوس او د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو څخه په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

 

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

%d bloggers like this: