افغانستان

امریکايي جنرال: تردې وروسته به د ملکي افغانانو په کورونو بمبار نه کوو

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د عمومي قومندان مرستیال جنرال اډمېلر وايي، چې امریکايي پوځیان به تردې وروسته د ملکي افغانانو په کورونو بمباري نه کوي.

جنرال اډمېلر چې تیره ورځ یې لوګر ولایت سفر کړی ؤ، ددې ولایت له امنیتي چارواکو او د ولایتي شورا له غړو سره په کتنه کې منلې، چې د ملکي خلکو د تلفاتو د مخنیوي په خاطر به هڅه وکړي، ترڅو په افغانستان کې خپل هوايي او شپنې عملیات په دقت سره ترسره کړي.

له بل پلوه د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزی وایي، له جنرال اډمیلر څخه یې غوښتي، چې د ملکي افغانانو په وژلو کې پام وکړي او په لوګر ولایت کې دې د ولایتي چارواکو په مشوره د افغانانو په کورونو شپني عملیات وکړي.

په همدې مهال په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال ملا رازق صافی وایي، اډملېر ورسره ومنله، چې د ملکي خلکو د تلفاتو د راکمولو لپاره به هڅې کوي او هغو ځایونو کې به له هوایي بریدونو ډډه وکړي چېرته چې د ملکي خلکو کورونه وي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مرستیال عمومي قومندان جنرال اډمیلر په داسې مهال د هوايي بریدونو پرمهال د ملکي افغانانو ژوند ته د پاملرنې ژمنه کوي، چې همدا پرون ورځ هم د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د هوايي برید پرمهال د ملکي خلکو یو تونس ډوله موټر د اور خوراک شو او په ترڅ کې یې ۱۳ تنه ولسي خلک مړه او ۵ نور ژوبل شول.

Tags
%d bloggers like this: