افغانستان

کندز کې د طالبانو مهم ډلګۍ مشر ملا علاوالدین له ۶ تنو نورو طالب جګړه مارانو سره وژل شوی دی

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، په کندز
ولایت کې د طالبانو یو مهم ډلګۍ مشر چې په واثق مشور دی له ۶ تنو نورو طالب جګړه
مارانو سره په یوه هوایي حمله کې وژل شوی دی.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري په خبره شوې خبر پاڼه کې
راغلي، په خان آباد ولسوالۍ کې د طالب جګړه مارانو پر قطار هوایي برید شوی او
پایله کې یې د ملا علاوالدین په ګډون ۷ طالب جګړه ماران وژل شوي دي.

د خبر پاڼې په حواله، ” د خان آباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو مهم ډلګۍ مشر
ملا علاوالدین چې په واثق شهرت لري، تېره شپه ۱۲:۳۰ د یوه هوایي برید پر مهال له
خپلو ۶ تنو نورو اورپکو سره په داسي حال کې ووژل شو چې د کندز د خان اباد ولسوالۍ
د خواجه پسته سیمې پر لور روان وو. د لارې په اږدو کې د کشفي ټیمونو لخوا تر
پیژندنې وروسته په نښه او له منځه یو وړل شول”.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د اعلامیې په خبره دغه کس د کندز
په خان آباد ولسوالۍ کې د طالبانو یو مهم ډلګۍ مشر و چې په تروریستي او تخریبي
بریدونو کې یې اساسي نقش درلود.

Tags
%d bloggers like this: