افغانستان

مسیر: د ملکیانو وژنې حکومت ته بدې پایلې لرلی شي

عزم(چهار‌شنبه، کب ۲۲، ۱۳۹۷ ل): له کابله خپرېدونکې ورځپاڼې مسیر په خپله نننۍ سرلیکنه کې لیکلي، چې په وروستیو کې یو ځل بیا د ملکي وګړو وژنې ته امریکا او حکومت کار ویلی او هره ورځ لسګونه ملکي وګړي وژل کېږي.
«د حکومتي او امریکايي ځواکونو له خوا د ملکیانو د وژنې په لړ کې، پرون یو ځل بیا بې پیلوټه الوتکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو موټر په نښه کړی، چې پکې سپاره دیارلس بې ګناه وګړي شهیدان شوي دي. همدې پېښې ته په غبرګون کې د اندړو اوسېدونکو لاریون وکړ او پر حکومت یې غږ وکړ، چې دا وحشتونه ودروي. حکومت د تل په څېر د دې پېښې په اړه چوپ دی او ان د دغه ډول وحشتونو د غندنې جرئت هم نه کوي.»
مسیر د ملکي وګړو وروستیو پېښو ته په کتو لیکلي، چې روانه اوونۍ په ننګرهار، پکتیا، غزني او ګڼو نورو سیمو کې ملکي وګړي ووژل؛ خو تراوسه حکومت پرې چوپ دی او حتا غندنه یې هم نه کوي.
«په دې ورځو کې نږدې هره ورځ ګډ ځواکونه ځمکني او هوايي عملیات کوي، چې ډېری یې شپني دي. په دغو عملیاتو کې پرله پسې د ملکي مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي. همدا دوې ورځې وړاندې په وردګو کې هم په شپنیو عملیاتو کې ملکي وګړي ووژل شول، چې سیمه ییزو چارواکو تایید هم کړل. درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې هم ملکي وګړي په نښه شول او مرګ ژوبله ور واوښته. همداسې درې ورځې وړاندې په پکتیکا کې اته ملکي وګړي د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې شهیدان شول. له ډېرو نورو سیمو هم د ملکي مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي، چې حکومتي چارواکي یا ترې انکار کوي او یا هم د تل په څېر د خلکو په سترګو کې د خاورو شیندلو لپاره د پلاوي او څېړنو خبره کوي، چې د وحشت له مخنیوي سره هېڅ مرسته نه کوي.»
مسیر د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د ډېرېدو اصلي لامل د سولې وروستۍ خبرې بللي. د مسیر په باور، د سولې سره د حکومتي چارواکو دندې پای ته رسېږي او له واک نه لرې کېږي؛ نو ځکه یې د ټوپک شپېلۍ ملکي وګړو ته سمې کړي دي.
«د حکومت او ګډو ځواکونو له خوا د ملکي مرګ ژوبلې شمېرې له هغه وروسته زیاتېږي، چې د سولې خبرې پیل شوې دي. یو لامل ښايي دا وي چې حکومت د سولې د روانو خبرو مخالف دی او په دې ډول غواړي چې وحشت وکړي، پر جګړه ټینګار وکړي او د هغسې سولې مخه ونیسي، چې د اوسنیو چارواکو واک او ځواک ورسره ختمېږي. ښايي تر شا یې کوم بل لامل وي، خو لامل یې که هرڅه وي، دا کار وحشت دی، جنایت دی او د افغانستان له ولس سره ظلم او جفا ده. هېڅ حق نه لري چې د خپلو سیاسي موخو لپاره ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي ووژني. دا یوه پېښه نه ده چې تېروتنه او یا ناسم پوهاوی وګڼل شي. پرله پسې ملکي وګړي په نښه کېږي او تر ډېره د پېښو بڼه داسې ده، چې قصدي او عمدي چاره ورته ویلی شو. د اندړو وروستۍ پېښه یې ښه مثال دی چې د ملکیانو موټر په نښه کېږي او پرته له دې چې طالب او یا جګړه وي، ټول ملکیان پکې وژل کېږي.»
مسیر حکومت وړاندیز کړی، که چېرې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله همداسې روانه وي، نو ملت له تاسې نور هم لرې کېږي او د حکومت پر وړاندې به توند غبرګون وښيي.
«دا ډول وحشتونه او جنایتونه حکومت د خلکو له سترګو غورځوي. په دې سره به دا حکومت لا زیات له خلکو لرې شي، کمزوری به شي او خلک به د خپل قاتل او دښمن په سترګه ورته ګوري. له همدې امله دې دا ډول پېښو تکرار د حکومت په ګټه هم نه دی. پکار ده چې د دغو وحشتونو مخه ونیول شي او نور تکرار نه شي. له دې پرته به نه یوازې خلک له حکومت سره واټن پیداکړي، بلکې غبرګون به وښيي او دا غبرګون به د حکومت لپاره هم بدې پایلې ولري.»

%d bloggers like this: