لوبې

حضرت ځاځي په نړيوال رينکينګ کې شپږم مقام خپل کړ

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۲ کب، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان چټک چپ لاسی توپوهونکی حضرت الله ځاځی په نړيوالو شل اوريزو جدول کې يو نمبر نور هم وړاندې شو او له اووم مقام څخه شپږم مقام ته پورته شو.

حضرت الله ځاځي د ايرلينډ پر وړاندې سياليو کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړې وه او په درې سياليو کې يې په ۱۰۲ اوسط سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې وې او په نړيوال رينکينګ کې يې له ۳۸م مقام څخه اووم مقام خپل کړ، نوموړي په دغه سياليو کې د ۱۶۲ ځانګړو منډو ترڅنګ يو شمېر نور ريکارډونه هم په خپل نوم کړي وو.

اوس د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا تازه درجه بندي وړاندې شوې چې حضرت ځاځي په کې له اووم څخه شپږم مقام خپل کړی، که څه هم له تير سيريز وروسته سيالۍ نه دي ترسره کړي خو بيا هم ۶ پواينټونه وړاندې شوی دی.

https://platform.twitter.com/widgets.js

اوسمهال نوموړی ۷۱۸ پواينټونه لري چې د هندي لوکيش راهول څخه وروسته شپږم مقام لري، له ده وروسته استرالياوي ډارسي شورټ په اووم نمبر دی.

همدا ډول راشد خان په توپ اچونه کې خپل لومړی او محمد نبي په آلراونډرانو کې خپل دريم مقام محفوظ ساتلی دی.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: حضرت ځاځي په نړيوال رينکينګ کې شپږم مقام خپل کړ

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: