خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: استاد مزاري یو فکري او د افغانستان د ارزښتونو سیاستوال و

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ملي وحدت شهید عبدالعلي مزاري د شهادت دڅلورویشتم تلین په مراسمو کې ګډون او وینا وکړ.

په دغو مراسمو کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه، د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، قاضي القضات او د سترې محکمې رئیس، لوی څارنوال، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسان او یوشمېر نور لوړپوري دولتي چارواکي ګډون کړی و.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو پر مهال د شهید مزاري کورنۍ او پیروانو او د افغانستان ټول سرلوړي ولس او د هېواد ټولو نامتو شهیدانو اوبې نومه شهیدانو په ځانګړي ډول د شهید مزاري په مصلی کې د ورستي تروریستي برید شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ وویل، استاد د یوفکر خاوند  او د افغانستان د ارزښتونو سیاستوال و چې د سولې او ثبات تحقق، د خلکو پر رایو د ټولنیز عدالت او ملي یووالي پر بنسټ ولاړ نظام او د ټاکنو ترسره کېدل د هغه له ارزښتناکو فکرونو څخه وو.

جمهوررئیس د شهید مزاري مشهورې جملې ته په اشارې ” مونږ د افغانستان ملي وحدت، اصل ګڼو” وویل: شهید مزاري په وار وار ټینګار وکړ چې خلک باید د شفافو او عادلانه ټاکنو له لارې په خپله د خپل برخلیک خاوندان شي.

هغه وویل، شهید مزاري په وار وار ټینګار وکړ چې جګړه د افغانستان د ستونزې حل لاره نه ده او هیڅ قوم او جریان نه شي کولی چی بل قوم او بهیر حذف کړي، تر ټولو ښه لار سوله ده چې د خلکو ټولو غوښتنو ته ځواب وویل شي.

محمداشرف غني د دې په څرګندولو چې د مزاري پیژندني او مسعود پیژندني مختلفې حلقې پر ملي بحث بدل شي او د ټولو ملي او تاریخي شخصیتونو په اړه زیات څېړنې وشي زیاته کړه:  د ملي وحدت د شهید په فکر کې یو مهم عنصر د ټولنیز عدالت موضوع ده. اوس د دې وخت رسېدلی چې د رعیت محوری له فرهنګ څخه تیر شو، ښاروند محوري فرهنګ ته لاسرسی ومومو.

جمهوررئیس محمداشرف غني د ملکي تلفاتو موضوع د جګړې له بدبختو څخه وباله او وې ویل، د ملي یووالي حکومت رهبري او امنیتي او دفاعي ارګانونو  ته په جګړه کې ملکي تلفات د منلو او د زغم وړ نه دي او هر راپور چې په دې اړه راغلی، جدي نیول شوی او تعقیب شوی او تل هڅه شوې چې د ملکي مرګ ژوبلې مخه ونیول شي.

هغه د دې په څرګندولو چې هېوادوال پراختیا غواړي او ستر ملي پروګرامونه په ښه توګه کولی شي د ښاروند  محوری زمینه برابره او تضمین کړي وویل، د قوي دولت په نشتوالي د ښاروند محوری رامنځته کېدل ستونزمن دی، زمونږ موخه د قوي دولت جوړول ده.

جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، د ښاروند محوری فضا په رامنځته کولو سره مونږ له جلا جزیرو هم تېر او راتلونکې ته په پروروګرامونو جوړولو سره هر افغان له بل افغان سره د مساواتو زمینه برابره کړې.

د هېواد جمهوررئیس وویل، په استبدادي نظامونو کې د دولت قوت د خلکو د ضعیفېدو لامل ګرځي او برعکس، په ولسواکي نظام کې د دولت قوت د خلکو قوت دی.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، مونږ خلکو ته د خدمت نیت او ارده لرو، خلکو ته د خدمت لپاره زمونږ په نیت او اراده کې شک نشته، زمونږ نیت روښانه او واضح ده. خو په ادارو کې ستونزې شته.

جمهوررئیس دې ته په اشارې چې په شعارونو نه شو کولی کار ترسره کړو وویل، نیت او ارده باید پر طرحه بدل شي او طرحه باید عملي شي. ما په تېرو څلونیمو کلونو کې له ۶۰ زیات ولایتي سفرونه درلودل، د دغو ټولو هڅو موخه دا ده چې په ټولو ولایتونو کې د متوازن انکشاف په موخه د پرمختګ شاهدان واوسو.

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، زمونږ موخه د محرومیت له منځه وړل ده. مونږ باید د سترو موخو لپاره یو بل ته لاس ورکړو او د ابادۍ بحثونه باید مثبت او جوړوونکي وي.

جمهوررئیس وویل: زمونږ ستره هیله دا ده چې افغانستان د نورو له احتیاج څخه وباسو او دې موخې ته د رسېدو لپاره پرمختګ او پراختیا ته اړتیا ده.

جمهوررئیس د قانون د حکم پر بنسټ ټاکنې حتمي او اړیني وبالي او وې ویل، مونږ به په دغه بهیر کې  د هر ډول لاسوهنې مخه ونیسو او په ټاکنو کې د هېوادوالو رایه د ولسواکۍ او د نظام د تحکیم ضامن دی. هغه ټینګار وکړ: هر څوګ چې د ملي وحدت شهید قدر کوي باید د رای په ورکولو خپله ګوته رنګ کړي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، له ډېرو هڅو وروسته اوس سوله له څڼدې متن ته راغلې. په هره غوڼده او هر سفر کې مې د سولې پروسې څخه د سولې غوښتنه او د خلکو د ملاتړ غږ اورم.

هغه د سولې مشورتي لویې جرګې ته په اشارې وویل، د جرګې موخې او اجنډا مشخصه ده، په دغه جرګه کې به د مذاکرې حدود او چوکاټ او د سولې تعریف او پرڅرنګوالي مشوره وشي.

جمهوررئیس په دې اړه چې نسلي بدلون او دا چې هره ورځ دغه نسل ته مهم فرصتونه ورکول کېږي وویل، د هزاره اوسنۍ نسل هم د څو کاله مخکې نسل سره توپیر لري. فکري تحول د زده کړو مرکزونو،  ښوونځیو او فرهنګي مرکزونو، د خلکو فعالو شبکو جوړېدل د دغه تحول نښې او د ویاړ ځای دی. دغه شبکې کولی شي د افغانستان خلکو لپاره د وصل پر شبکو بدلې شي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې د خلکو په همکاری د شهید مزاري د مصلی د بیارغاونې لپاره د ملي یووالي حکومت د چمتوالي ترڅنګ وویل، په دشت برچي کې د پروژو بسته ( اتصالي سرکونو، حلقوي سرک او اوبو رسونې پروژو) او په مرکزي سیمو  کې زیربنایي پروژې چټک شي. مونږ ژمن یو چې د طبیعي جغرافیې زندان له منځه یوسو او مرکزي افغانستان د تجارت او ترانزیټ د وصل نقطه او د افغانستان او اسیا پر متحرک زړه بدل کړو.

په دغو مراسمو کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي، په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازې شاه ګل رضایي او مېرمن سلیمه نیکبین هم د ټولنیز عدالت، شفافو او عادلانه ټاکنو د ترسره کېدو، سولې او ولسواکۍ په اړه د شهید مزاري پر کړنو، موخو او هڅو مفصلې خبرې وکړې.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: