نظر او تحلیل

د قطر غونډې سره داشرف غني مخالفت خو نرۍ مسکا!‏

سرليکنه ‏

په نورو هېوادونو کې دافغانستان دمسئلې
دحل په اړه په قطر کې زياتې غونډې او خبرې وشوې هغه ‏په دې دليل چې په پاکستان کې دافغانستان
په اړه دسولې خبرو سره د امريکا دوه مخۍ، چين ارومچي ‏کې بې لوري او مسکو کې يې مخالفت
ښوولې خو په قطرکې دافغانستان په اړه خبرې کول دامريکا ‏خپله غوښتنه ده او طالب مشران
ورته په دې خوښ دي چې په يوه اسلامي هېواد کې دافغانستان په ‏اړه خبرې او غونډې کيږي
.‏

افغان ولس په هرهېواد کې چې وي له جګړو
دومره تنګ او سولې ته تږى دي چې يوې تلپاتې سولې ‏ته انتظار باسي چې  په جګړو کې 
را سترشوي ولس ځوان نسل دسکون او آرام سا واخلي ، خوبيا ‏هم ترنورو هېوادونو
قطرکې غونډو ته داسلامي هېواد په نوم په درنه سترګه ګوري .‏

دقطر خبرې چې وړمه سه شنبه پېل شوې وې او
١٦ورځې ېې دوام وکړ بې له کومې پريکړې او ‏نتيجې پاې ته ورسيدې خو بې تمې هم پاتې نه
دي، دافغانستان لپاره دامريکا ځانګړې استازې زلمي ‏خليلزاد رسنيو ته ويلي چې په يوڅه
سره خبرې راغونډې شوې خو د نورو صلاح مشورو لپاره دخپل ‏هېواد دمشرانو او هم طالب مشران
په خپلو کې پرې غور کوي .‏

تراوسه پورې دکومو هېوادونو ترمنځ روغې
جوړې شوېدي ناستو يې دومره دوام نه دې کړى په  
‏مشورېو ېې دومره ورځې نه دي تيرې کړي، که امريکا وايي چې په احتياط قدمونه
پورته کووچې په ‏پايله کې د مسکو له سرنوشت سره مخ نه شي دا ورځ پرې راتلونکې ده چې
دمسکو په  ‏سرنوشت(برخليک) به اخته  کيږي اوله افغانستان څخه  به ېې پوځونه د تيښتې لار لټوي خو غوره ‏داده چې
دافغان ولسه دخپلو کړونو بخښنه وغواړي او  ځوړند
سرونه خپل پوځونه خپل هېواد ته ‏ستانه کړي.‏

طالب مشران په دې تمه دي چې لکه د هېواد  دولسواليو په څير به کابل هم فتحه کوي او اشرف غني
‏په دې تمه دې چې د قطر په غونډو کې که  ېې
استازي  نماينده ګي نه لري آخربه د بريا ستورى  دده ‏پر ټنډه راخيژي ځکه چې کله خبريالان ترې د
سولې او د قطر دخبرو او غونډو په اړه پوښتنې کوي ‏دمخالفت سره سره نرۍ مسکا هم وکړي
داسې بريښې چې خليلزاد ورته په غوږ کې کوم 
څه ويلي چې ‏د واک پال  ستا د لاس په
کرښوکې ښکاري .‏

داچې د قطر په غونډه کې ١٦ورځې بحث وشو
په څه خبرې وشوې؟ څه ته سره نږدي شول؟ څومره ‏تمه شته ؟ امريکا خپله پوځونه باسي که
له موافقې له مخې ېې باسي؟ امريکايان ځې که تښتي؟ ‏امريکا د  افغانستان په 
جګړه کې ځان ګټونکې که تاواني شميري؟ خليلزاد ته دامريکا مرکزي ‏قوماندانۍ په
څومره موده کې دخپلو پوځونو دوتلو مهالويش واک ورکړى؟ په افغانستان کې به ‏انتخاباتووروسته
واک څه ډول وي ؟ طالبانو ته به  په حکوت کې
ونډه ورکول کيږي که واک؟ او … ‏دا ټول لا پټ پاتې دي او ١٦ورځو کې پرې داسې موافقه
نه ده شوې چې رسنيو ته دخبر لپاره اعلان ‏کړل شي .‏

اوس يوڅه پټ پاتې دي چې يابه داشرف غني
نرۍ مسکا دهغه په هغه ګټه تماميږي يا د طالب مشرانو ‏دکابل فتحې ته انتظار، امريکا
يو هم نه غواړي نه اشرف غني ته دومره واک ورکوي چې خپلې ‏پريکړې په خپله خوښه وکړي
او نه طالبان دکابل فاتحين منلاى شي، که طالبان دکابل فاتحين ومني بيا ‏‏ خو دامريکا
هغه ګټي چې دپوځونو له وتلو وروسته ېې په افغانستان کې په نظرکې نيولې هغه هم له ‏لاسه
ورکوي ځکه دقطر خبرې ېې انجړې مشوړې ته ورته کړي او ژرېې سر نه  خلاصوي.‏

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

%d bloggers like this: