خبرونه

په جګړه کې د بوخت افغان سرتېری د کورنۍ ۱۲ غړي د ‘بمبارۍ له امله وژل شوي

ننگرهارى

د افغانستان د ختیځ ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په پوځي عملیاتو کې د يوې کورنۍ ۱۲ غړي وژل شوي دي.
په دې قربانيانو کې پنځه د افغان پوځ د هغه سرتېري اولادونه دي، چې د افغانستان په نا امنه میدان وردګو ولايت کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي.
د دې پېښې نور قربانيان د پوځ د سرتېري ورور او د هغه کورنۍ ده. اوس دا سرتېری بېرته کور ته ستون شوی، څو له خپلوانو او خواخوږو سره د دعا مراسم پر ځای کړي.
د پوځ سرتېری ياغستان د کابل سويل لوېديځ ميدان وردګو ولايت کې، هغه مهال چې د پوځ د اکمالاتي لیکو ساتنه کوله، په ټېلفون د ننګرهار د حصارک په ناصرخېلو کې د خپلې کورنۍ له بایللو خبر شو.
وايي، د دې خبر په اورېدو يې پښې او لاسونه سست شول او د خپلې کورنۍ د وژل شويو غړو د لېدو لپاره د افغانستان ختيځ ننګرهار ته را روان شو، خو ډېر ناوخته ورسېد او لیدل يې نصيب نه شول.
د دې کورنۍ خپلوان راټول شوي چې په ډک زړه او لمدو سترګو د پېښې په اړه وغږېږي. نيمه شپه وه چې د دې سرتېري او ورور په جونګړه عملیات پيل او تر سهار يې دوام وکړ.
د ياغستان پلار وايي، ۱۰ لمسيان، يو زوی او يوه ناوې يې په يوه ورځ خاورو ته وسپارل.
دا کورنۍ وايي، د ياغستان ورور ډاکټر و چې د خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو سره ووژل شو.
د دې دوو ورونو پلار وايي، له بريده يې درې لمسيان ژوندي پاتي شوي دي.
پېښه داسې مهال شوې چې قربانيان په خوب ويده وو، دا کورنۍ وايي، ځېنې په مخامخ ډزو او څه په هوایي بمبار کې وژل شوي دي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل ويلي وو، په دې عملیاتو کې د وسله والو طالبانو يو ځايي قومندان وژل شوی او د سيمې د مقاومت په پايله کې ملکي وګړي ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې په کې ښځې او ماشومان دي.

سرچینه: د ساپي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز

%d bloggers like this: