افغانستان

افغان او بهرنیو ځواکونو یوځل بیا په ننګرهار کې ۶ تنه ولسي خلک ووژل

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې افغان او بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو پرمهال یوځل ۶ تنه ولسي خلک وژلي او ۲ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

تیره شپه د خوګیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې امریکايي پوځیانو د افغان کمانډویانو په ملتیا د خلکو په کورونو شپني عملیات ترسره کړي، چې د تلاشۍ پرمهال یې د خلکو له کورونو قیمتي توکي او نغدې روپۍ هم غلا کړي دي.

ددې ترڅنګ ګډو ځواکونو د یوې کورنۍ ۴ غړو په شمول ۶ تنه ملکیان وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي.

په وژل شوو ملکيانو کې څلور وروڼه(سورګل، سپين ګل، دیدارګل اوحمیدل ګل د عمرګل زامن) د یوې کورنۍ او دوه وروڼه(مامورخان او امیرخان د ګل ولي زامن) د بلې کورنۍ سره تعلق لري، چې د خلکو په خبره هیڅ وسله والې ډلې سره یې اړیکې نه لرلې.

افغان او امریکايي ځواکونه د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۶ تنه ولسي خلک په داسې مهال وژني، چې تیره اونۍ هم ددې ولایت حصارک ولسوالۍ په ناصرخیلو سیمه کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو او بمبارۍ کې د ملي اردو یوه عسکر د پنځو زامنو په شمول د هغه د کورنۍ ۱۲ تنه غړي ووژل شول.

%d bloggers like this: