ټولنیزي لیکنې

د کور رازونه خوندي وساتئ

دا موضوع په لاندې امورو کې شامله ده:

١ ــ د استمتاع (د جنسي کارونو) رازونه دې نه خپروي.
٢ ــ د خاوند او ميرمن تر منځ اختلافات بايد له کور نه بهر ونه وځي.
٣ ــ هره هغه موضوع چې ښکاره کول يې د کورنۍ يا د يوه کس د کورنۍ لپاره د تکليف لامل جوړيږي، بايد ښکاره يې نه کړئ.
د دې دريواړو کارونو د حراموالي په اړه لاندې شرح کې دلائل وړاندې کوو:

لومړى ــ د استمتاع (د جنسي کارونو) رازونه مه خپروئ.
د استمتاع د رازونو د خپرولو په اړه حديث دى چې رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايي:
« إِنَّ مِنْ أَشَرِّ النَّاسِ عِنْدَ اللهِ مَنْزِلَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ، الرَّجُلَ يُفْضِي إِلَى امْرَأَتِهِ، وَتُفْضِي إِلَيْهِ، ثُمَّ يَنْشُرُ سِرَّهَا » [رواه مسلم 4/157] ”بيشکه چې د ټولو خلکو نه بدتر کس د الله تعالى په وړاندې هغه کس دى چې خپلې ميرمن ته نزديکت (مباشرت او کوروالى) کوي، او خاوند يې ديته نزديکت کوي، بيا وروسته له دينه خپل راز خپروي“.

د (يفضى) معنى ده خپلې ميرمن ته د مباشرت، کوروالي او يوځاى خوب په وجه نزديکت کول ؛ لکه چې الله تعالى فرمايي: وَقَدْ أَفْضَى بَعْضُكُمْ إِلَى بَعْضٍ [النساء:٢١ ] ”سره له دې چې تاسې يو بل ته ښه رسيدلي ياست“

د دې کار د تحريم د نورو دلائلو څخه د اسماء بنت يزيد حديث دى، چې دا پخپله د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په مجلس کې ناسته وه چې وې فرمايل:« لَعَلَّ رَجُلًا يَقُولُ: مَا يَفْعَلُ بِأَهْلِهِ، وَلَعَلَّ امْرَأَةً تُخْبِرُ بِمَا فَعَلَتْ مَعَ زَوْجِهَا فَأَرَمَّ الْقَوْمُ ” فَقُلْتُ: إِي وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّهُنَّ لَيَقُلْنَ وَإِنَّهُمْ لَيَفْعَلُونَ [ص:565] قَالَ: «فَلَا تَفْعَلُوا فَإِنَّمَا مِثْلُ ذَلِكَ الشَّيْطَانُ لَقِيَ شَيْطَانَةً فِي طَرِيقٍ فَغَشِيَهَا وَالنَّاسُ يَنْظُرُونَ »[رواه الإمام أحمد 6/457]

” کيدای شي يو کس چې د خپلې ميرمن سره کوم کار کوي هغه (نورو ته) و وايي، او کيدای شي يوه ښځه د خپل خاوند سره کار وکړي چې هغه (نورو ته) و وايي، خلک غلي شول، ما (اسماء بنت يزيد) وويل: هو په خداى قسم اى د الله تعالى رسوله ښځې خو دا کار کوي، او سړي هم د داسې کار مرتکب کيږي، هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: داسې کار مه کوئ، د دې کار مثال داسې دى چې يو (نر) شيطان په لاره کې د ښځې شيطانې سره مخامخ شي، د ښځې شيطانې سره کوروالى وکړي او خلک (د دوى کار) وګوري“

په روايت د ابو داؤد کې راغلي دي: «هَلْ مِنْكُمُ الرَّجُلُ إِذَا أَتَى أَهْلَهُ فَأَغْلَقَ عَلَيْهِ بَابَهُ وَأَلْقَى عَلَيْهِ سِتْرَهُ وَاسْتَتَرَ بِسِتْرِ اللَّهِ» قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: ثُمَّ يَجْلِسُ بَعْدَ ذَلِكَ فَيَقُولُ فَعَلْتُ كَذَا فَعَلْتُ كَذَا» قَالَ: فَسَكَتُوا، قَالَ فَأَقْبَلَ عَلَى النِّسَاءِ، فَقَالَ: هَلْ مِنْكُنَّ مَنْ تُحَدِّثُ؟فَسَكَتْنَ فَجَثَتْ فَتَاةٌ كَعَابٌ عَلَى إِحْدَى رُكْبَتَيْهَا وَتَطَاوَلَتْ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِيَرَاهَا وَيَسْمَعَ كَلَامَهَا فَقَالَتْ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، إِنَّهُمْ لَيَتَحَدَّثُونَ، وَإِنَّهُنَّ لَيَتَحَدَّثْنَهُ، فَقَالَ: «هَلْ تَدْرُونَ مَا مَثَلُ ذَلِكَ؟ فَقَالَ: إِنَّمَا مَثَلُ ذَلِكَ مَثَلُ شَيْطَانَةٍ، لَقِيَتْ شَيْطَانًا فِي السِّكَّةِ فَقَضَى مِنْهَا حَاجَتَهُ وَالنَّاسُ يَنْظُرُونَ إِلَيْهِ»[سنن أبى داود 2/627]

”آيا په تاسې کې داسې کس شته چې خپلې ميرمن ته ورشي (له هغې سره کوروالى وکړي)، په ځان پسې دروازه بنده کړي، او پخپل ځان باندې ستر واچوي، د الله تعالى په ستر باندې ځانونه پټ کړي؟ خلکو وويل : هو! نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له هغه نه وروسته (چاسره) کيني او و وايي داسې او داسې کار مې وکړ. ټول صحابه چپ شول.

بيا يې د ښځو پلو ته مخ را واړولو او وې فرمايل: آيا په تاسې کې څوک داسې خبرې کوي؟ هغوى هم چپ شولې . يوه پيغله پر خپلو ګونډو باندې اودريده، رسول الله صلى الله عليه وسلم ته ور اوږده شوه ترڅو يې رسول الله صلى الله عليه وسلم و ويني او خبرې يې واوري. وې ويل: اى د الله تعالى پيغمبره! سړي خو داسې خبرې کوي، او ښځې هم داسې خبرې کوي.

نبي صلى الله عليه وسلم و فرمايل: آيا تاسې پوهيږئ چې د داسې کار مثال څه ده؟ بيشکه د دې مثال په شان د هغې ښځې شيطانې ده چې له نر شيطان سره په کوڅه کې (د لارې په سر) يو ځاى شي، خپله اړتيا ترې پاى ته ورسوي (کوروالى ورسره وکړي)، په داسې حال کې چې خلک ورته ګوري“

دوهم ـ د ښځې او خاوند تر منځ موجو د اختلافات له کوره بهر چاپيريال ته مه پريږدئ.

له کور نه بهر چاپيريال ته د خاوند او ښځې د اختلافاتو خپريدل، اکثره د دوى ستونزې نورې هم زياتوي، او د بهرنيو اطرافو دخالت د ښځې او خاوند اختلافات، نور هم سختوي، تر دې چې د دواړو تر منځ د اختلافاتو حل په داسې حال کې چې دواړه يو بل ته د ټولو خلکو نه ډير نژدې دي، خطونو ليږلو ته رسيږي. ترڅو پورې چې مشترک او مستقيم اصلاحات سختۍ سره نه وي مخامخ شوي، بايد کورني اختلافات بهر چاپيريال ته انتقال نشي، په هغه صورت کې بيا بايد له هغې طريقې نه کار واخلي چې الله تعالى ذکر کړې، الله تعالى فرمايي:

فَابْعَثُوا حَكَماً مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَماً مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلاحاً يُوَفِّقْ اللَّهُ بَيْنَهُمَا [النساء: ٣٥ ] “نو د ميړه د کورنۍ يو غړى او هم د ښځې د کورنۍ يو غړى د منځګړي په توګه وټاکئ نو که ميړه او ښځه يا منځګړى د روغې غوښتونکى وي الله پاک به د هغوى په منځ کې روغه او موافقه راولي”

دريم ـ د ځينې هغو مسائلو څرګندول چې د کورنۍ د يوه کس لپاره ضرري وي:
د هيڅ يوه کس لپاره روا نه ده چې د کورنۍ ځينې هغه مسائل او خصوصيات خلکو ته څرګند کړي چې په نتيجه کې يې د کورنۍ يوه کس ته پکې ضرر متوجه کيږي، ځکه دا کار د رسول الله صلى الله عليه وسلم د دې قول لاندې شامل دى چې فرمايي :
« لاَ ضَرَرَ وَلاَ ضِرَارَ » [رواه الإمام أحمد 1/313] ” ضرر او ضرر رسول چا ته دواړه ناروا دي “

د دې کار د مثالونو څخه يو مثال د ايت په تفسير کې راغلى: ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً لِلَّذِينَ كَفَرُوا اِمْرَأَةَ نُوحٍ وَاِمْرَأَةَ لُوطٍ كَانَتَا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبَادِنَا صَالِحَيْنِ فَخَانَتَاهُمَا [التحريم: ١٠]

الله پاک د کافرانو لپاره د نوح او د لوط د ښځو مثال وړاندې کوي دواړه زمونږ د خورا نيکو او صالحو بنده ګانو په نکاح کې وې خو له خپلو ميړونو سره يې خيانت وکړ.

ابن کثير (رحمه الله ) د دې ايت په تفسير کې ليکي : د نوح عليه السلام ميرمن د رازونو په اړه معلومات کولو، او هر کله به چې کوم کس د نوح عليه السلام د ملګرو نه ايمان راووړ، د ده ميرمن به د نوح عليه السلام د قوم ظالمان ترې خبرول، خو ولې د لوط عليه السلام ميرمن به بل کار درلود او هغه دا چې کله به لوط عليه السلام کوم كس د ميلمه په توګه را دعوت کړ، ميرمن به يې د ښار بدکارانو ته خبر ورکولو (تر څو راشي او خپله بې حيايي تر سره کړي)

د مسلمانه کورنۍ له کتاب څخه

سرچینه: اصلاح انلاین

%d bloggers like this: