افغانستان

کرزی: د سولې خبرو پر مهال د پوځي عملياتو شدت غير عقلاني کار دی

حامد کرزی او عبدالله

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هېواد په لروبر کې د پوځي عملياتو او بمباريو پر مهال په وروستيو مرګ ژوبلو ژوره خواشيني څرګنده  کړې.

د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په داسې حال کې چې دافغانستان د روان کړکېچ د پای ته رسولو په موخه د سولې ګټورې خبرې روانې دي، د حکومت له لوري په پوځي عملياتو کې توندوالی غير عقلاني عمل دی.

کرزي په دغه اعلاميه کې د جګړې پر ښکېلو لوريو غږ کړی، چې د جګړې پر مهال د ملکيانو خونديتوب ته پام وکړي.

کرزي دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې په دې وروستيو کې د ګډو عسکرو له لوري د عملياتو پر مهال د ملکي  خلکو مرګ ژوبله تر حيرانوونکې اندازې زياته شوې ده.

د ننګرهار، لغمان، کاپيسا، وردګو، کندوز، لوګر، پکتيا، پکتيکا، غزني، هلمند او نورو سيمو کې ډېری وخت د عملياتو قربانيان ولسي خلک وي.

تېره ورځ هم دوو چورلکو د غزني په شلګر ولسوالۍ کې د ملکيانو پر  موټر بمبار کړی ؤ،او پنځلس کسان يې  وژلي وو.

د سيمې خلکو د غه مړي د غزني ښار ته راوړي او د پېښې د عاملينو د محاکمې  غوښتنه يې کړې وه.

همدارنګه تېره شپه هم ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ ټټنګ سيمه کې د څلورو وروڼو په شمول شپږ کسان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي وو.

ځايي خلکوهم ووايل، چې په دغه پېښه کې ټول وژل شوي خلک ملکيان وو

ځينې کارپوهان په دې باور دي، چې د ګډ حکومت مشرتابه د امريکا او طالبانو د خبرو د کمزوري کولو په موخه د ولسي خلکو مرګ ژوبلې ته قصدا کار ويلی او غواړي،  چې له دې لارې د سولې خبرې کمزورې کړي.

%d bloggers like this: