افغانستان

ولسمشر غني د ګنجوي جایزې ترلاسه کولو لپاره آذربایجان ته ولاړ

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن د چهارشنبې په مازدیګر د آذربایجان پلازمینې باکو ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې ده، چې ښاغلی غني به د باکو په نړیواله مجمع کې د ګډون او وینا ترڅنګ د ګنجوي نړیواله نظامي جایزه هم ترلاسه کړي.
دغه راز په پام کې ده، چې ولسمشر محمد اشرف غني به د اذربایجان ولسمشر الهام علي اوف سره په کتنه کې د افغانستان او آذربایجان د اړیکو او همکاریو د لا پراختیا او سیمه ییزو مسائلو هم خبرې وکړي.
د ترلاسه شوو معلوماتو ترمخه په دغه سفر کې به ولسمشر له آذربایجان سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې یوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډي پټلۍ په برخو کې تفاهم لیکونه لاسلیک کړي.
ولسمشر غني په داسې مهال آذربایجان ته سفر کوي، چې په کور دننه امریکايي ځواکونو د ملکي او نظامي افغانانو په کورونو او نظامي مراکزو هوايي بریدونو ته زور ورکړی دی.
امریکايي ځواکونو تیره شپه په ننګرهار کې په ولسي افغانانو او په ارزګان ولایت کې د ملي اردو پر یوې قرارګاه درنه بمباري کړې ده، چې له امله یې لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ او دفاع وزارت ددغو بمباریو په هکله مطلقه خاموشي اختیار کړې ده.

%d bloggers like this: