افغانستان

ولسمشرغني: “ملکي تلفات د جګړې له بدبختیو څخه دي، ما او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو او زغم وړ نه دی”.

د ارګ له لوري خپره شوې خبر پانه وایي، نن  چهار شنبه د کب به ۲۲مه،   د ولسمشر غني په  مشرۍ د ملکي تلفاتو د مخنوي په پار فوق العاده امنیتي غونډه شوې په دغې غونډه کې ښاغلي غني، د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو ته په خطاب کې ویلي، چې ملکي تلفات د جګړې له بدبختیو څخه دي، ده او د حکومت نورو مسوولینو ته د منلو  او زغم وړ نه دي.

خبر پاڼه زیاتوي،” ولسمشر د امنیتي او دفاعي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې د عملیاتو د ترسره کېدو پر میکانیزمونو او د  شیوې پر بدلون جدي غور او په راتلونکي غوڼده کې دې د ملکي تلفاتو د مخنیوي په اړه مشخص وړاندیزونه وکړي”.

ولسمشر غني، د امنیتي بنسټونو له مسولینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت له استازو سره، د ملکي تلفاتو په اړه په داسي حال کې فوق العاده غونډه کوي چې په دې وروستیو کې د امنیتي او دفاعي ځواکو او ناټو قوتونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو را پورونه ورکړل شوي دي.

%d bloggers like this: