نظر او تحلیل

ګډ حکومت ولې ولسي خلګ وژني؟!

نن ټکی اسيا سرليکنه

له څو وروستیو ورځو راهیسي د هیواد په ګوټ ګوټ کې د ګډو ځواکونو لخوا د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې لړۍ ډیره تونده شوې.

خاصتا په روانې میاشت کې هیڅ داسې ورځ نه وي چې د ګډو ځواکونو لخوا د ولسي سیمو د هوايي یا ځمکنیو بریدونو له کبله دي په رسنیو کې د کلیوالو د مرګ ژوبلې خبر نه وي خپور شوی.

تیره ورځ د غزني په اندړو کې د سورلې پر موټر د الوتکو خونړی برید چې ټول قربانیان یې تورسرې او ماشومان وو او همدا راز د ننګرهار په خوګیاڼو کې د یوې کورنې څلور غړي او تر هغه پنځه ورځې وړاندې په ننګرهار کې د ملي اردو د هغه سرتیري د کورني غړي چې خپله دی د دولت په دفاع کې له طالبانو سره جنګیږي او کورنۍ یې د دولتي ځواکونو لخوا په دغه ډول وحشت سره وژل کیږي ټول هغه موارد دي چې د دولت لخوا په عمدي ډول د خپلو خلګو د وژلو او ځورولو اراده تري جوتیږي.

د ګډ حکومت لخوا په داسې حال کې د خپل ولس د وژلو لړۍ ګرمیږي چې نور یې د واکمنۍ وروستۍ شپې ورځې دي.

د شنونکو په باور د حکومت لخوا د ولسي عام وژنې لامل دا دی چې:

حکومتي چارواکي غواړي په ولسي وژنو سره دا وښيي چې دوئ هم په افغان لانجه کې مهم اړخ دی ، که یې د سولې په مذاکراتو کې ګډون ته پام ونشي او دوی ته ورکې برخه ور نه کړل شي نو دوی د ولسي خلګو په وژنې سربیره نورهم داسي کړنې کولای شي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ روان مذاکراتي بهیر ورباندې متأثر کړي.

د ولسي خلګو د مرګ ژوبلې پر مسلسلو خونړیو پیښو د حکومتي چارواکو ابهام لرونکی سکوت هم له پورتني لامل پرته بله هیڅ توجیه نشي لرلای.

ځکه ښاغلی غني چې د یرغمل کوونکو په لاس د یوې ماشومې د وژنې پیښه څاري او پرهغې خپل رسمي عبرګون ښيي ، څرنګه پر هغو لسګونو خونړیو پیښو چوپتیا غوره کوي چې د ده د دولتي ځواکونو لخوا تر سره او هره ورځ ورکې په لسګونو ماشومان، تورسري او بیوزله کسان وژل کیږي ؟

ایا نوموړی یواځې د یرغمل کونکو د پیښې د تعقیب مسؤلیت لري او د ده مربوط ځواکونه چې په ورځ کې لسوګونه ماشومان وژنی دی یې باید په مقابل کې همداسې ساکت پاتي شي؟!

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ګډ حکومت ولې ولسي خلګ وژني؟!

سرچینه: نن ټکی اسیا

%d bloggers like this: