نظر او تحلیل

ای انسانه..!

لیکوال: صفي الله “رائد”
پوهېږې دا دومره لویه ښایسته نړۍ یواځې ستا لپاره جوړه شوې!
پوهېږې دا د ځمکې پر مخ په ښایستونو کې را ټول څلور بېلابېل فصلونه ستا او ستا د لاښه ژوند لپاره برابر شوي!
خبر یې چې د نړۍ دا رنګارنګ ښایستونه، هوا وې او ښکلاوې یواځې او یواځې ستا لپاره چلېږي.

په دې خبر یې چې ستا لپاره په دې ځمکه کې څو قسمه میوې پیدا شوي! ایا کله دې ټولې شمېرلي؟!
ایا شمارلی یې شې؟!
په دې پوهېږې چې د باران دا ښایسته دانه دانه څاڅکي ستا لپاره پرځمکه را لوېږي؟
شنه بوټي زرغونوي، ګیاوې شنې کوي، رنګارنګ ګلان را ټوکوي ..؟
او له ښایستونو ډکې ویالې، خوړونه او سیندونه یواځې ستا د ښه ژوند لپاره بهېږي؟!

اې انسانه!
کله خو په دې غور وکړه چې ستا له وجود څخه مخکې کله چې ته نه وې، لمر و، ته چې نه وې سپوږمۍ، اسمانونه، ستوري، ځمکه، بحرونه او نور مخلوقات شته وو.

“ته چې نه وې ډېری شیان په خپلو چارو بوخت وو”

داسې فکر وکړه که چېرې ته دنیا ته راغلی وای، خو په دنیا کې اوبه نه وای، روزي نه وای، لمر او ګرمي یې نه وای، سپوږمۍ او رڼا یې نه وای او بلاخره د ژوند نور نعمتونو څخه محرومه وای، ژوند به څومره سخت او ستونزمن ؤ او له څومره ستونزو سره به لاس او ګریوان وای؟!

“له دې داسې ښکاري چې الله تعالی ته ددې هرڅه لپاره نه بلکې دا هرڅه ستا لپاره پیدا کړي”

اې انسانه!
په حال دې افسوس ندی؟؛
چې ته خپل قیمتي وخت د داسې شیانو په لټون پسې ضایع کوې، چې هغه هرڅه ستا لپاره پیدا دي.

هو! هرڅه الله تعالی ستا لپاره خو، ته یې د ځان لپاره پیدا کړی یې!

نو اى انسانه! ته له ورځو جوړ يې؛ چې يوه ورځ تېريږي ستا يوه برخه هم ورسره ختميږي.
حسن بصري رحمه الله وايي :
ما داسې خلک هم ليدلي دي چې تاسو له دراهمو او دنانيرو سره څومره مينه لرئ هغوى له خپلو وختونو سره تر دې هم زياته مينه لرله.

اې انسانه!
له خپل رب څخه دې کله هغه څه غوښتي چې له بنده څخه یې امیدونه او تمناوې لرې؟!
کله دې هغه لاسونه خپل رب ته په دعاګانو کې لپه کړي چې بل ته یې د غوښتنې په نیت لپه کوې(نیسې)؟!

حال داچې الله تعالى د قرآنکريم د (سُوۡرَةُ المؤمن/غَافر) په (۶۰) نمبر آیت کې فرمایلي:
(ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ)
یعنې:
له ما نه یې وغواړئ، څو ستاسې (غوښتنې) قبولې کړم.
نو اې انسانه راشه نور هر څه له هغه ذات نه وغواړه چې ته یې پیدا کړی یې، دا لویه دنیا یې پیدا کړې، دا لوی لوی آسمانونه او پراخې ځمکې یې پیدا کړي؛ هغه چې په دې لویو لویو اسمانونو ستړی نه شو نو ایا تاته ستا پر رزق در کولو به ستړی شي؟! نه هېڅکله هم نه ..!

ای انسانه!
له لوږې وروسته مړښت، له تندې وروسته خړوبېدل، له بې خوبۍ وروسته خوب او له ناروغۍ وروسته روغتیا شته!
ورک شوي به لاره پیداکړي، او زیار او کوښښ کونکي به د خپلې خوارۍ پایله ومومي؛ ځکه په تیارې پسې رڼا راځي:
( فَعَسَی اللهُ أَن یَأْتِیَ بِاٌلْفَتْحِ أَوْ أمْرٍ مِّنْ عِندِهِ )
” خو لرې نه ده، چې الله تعالی تاسې ته بری در په برخه کړي، یا له خپل لوری نه کومه بله خبره څرګنده کړي.”

نو د ژوند په تنګسۍ او مشکلاتو مه خفه کېږه!
د خپلې روزي اندېښنې مه کوه؛ ځکه الله رب العزت فرمایي:
«يا ابن ادم لا تخافن من ذي سلطان ما دام سلطاني باقياً، وسلطاني لا ينفد أبداً، يا ابن آدم لا تخشى من ضيق الرزق وخزائني ملآنة، وخزائني لا تنفد أبداً، يا ابن آدم خلقتك للعبادة فلا تلعب، وضمنت لك رزقك فلا تتعب، فوعزتي وجلالي إن رضيت بما قسمته لك أرحت قلبك وبدنك وكنت عندي محموداً، وإن أنت لم ترضَ بما قسمته لك، فوعزتي وجلالي لأسلطن عليك الدنيا تركض فيها ركض الوحوش في البرية، ثم لا يكون لك فيها إلا ما قسمته لك، يا ابن آدم خلقت السماوات والأرض ولم أعيَّ بخلقهن، أيعيني رغيف عيشٍ أسوقه لك، يا ابن آدم لا تسألني رزق غد، كما لم أطلب منك عمل غد، يا ابن آدم أنا لك محب، فبحقي عليك كن لي محباً». (الحدیث)

ژباړه: ای انسانه!
له هیڅ قدرت او پاچاهۍ څخه مه وېرېږه!
ترهغه چې زما قدرت او پاچاهي موجوده وي او زما قدرت او پاچاهي نه ختمیږي.

اي انسانه!
د خپل رزق او روزۍ له کمېدو څخه مه وېرېږه!
ترهغه چې زما خزانې او نعمتونه موجود وي او زما خزاني خلاصیده نه لري.

ای انسانه!
ته مې دخپل عبادت لپاره پیدا کړی یې، نو شیطانت مه کوه!
ستا د رزق ضمانت مې کړی، نو خپل ځان مه ستړی کوه (یعنې بدني هڅه وکړه او په زړه توکل ولره، هسې زړه مه پریشانه او ستړي کوه)!

او په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي!
که ته په هغه رزق چې مایې ضمانت درکړي او درته درکړی مې دی راضي شوې!
زړه او جسم ته به دې آرام او سکون درکړم، نو هغه وخت به تا منونکی او شکر کونکی وموم.

او هغه رزق چې تاته مې درکړی، که پرې راضي نه شوې، نو په خپل عزت او جلال مې دې قسم وي چې :
د دنیا په رزق او چارو به دې داسې بوخت کړم لکه وحشي حیوانات چې په دښتو کې په خوراک پسې منډې وهي!
په پای کې به هیڅ هم په لاس درنه شي له هغه څه پرته چې ما درته مقرر کړي.

ای انسانه!
ما ځمکه او اسمانونه پیدا کړل او د هغوی په پیدایښت کې ستړی نه شوم.
ته فکر کوې ستا لپاره د یوې ګولې ډودۍ تیارول به ما ستړی کړي؟
ای انسانه!
زما څخه د سبا ډوډۍ نن مه غواړه، لکه څنګه چې زه د سبا کارونه له تا نه نن نه غواړم.

ای انسانه!
تاسره مینه لرم!
نو زما حق دي چې تاسې ټول له ماسره مینه وکړئ.

سرچینه: محصلین

%d bloggers like this: