خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د اذربایجان پانګوالو او تاجرانو سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني اذربایجان ته د خپل رسمي سفر په جریان کې نن مازدیګر پلازمینه باکو کې د اذربایجان د اقتصاد وزیرشاهین مصطفي وف او د یاد هیواد تاجرانو او پانګوالو سره وکتل.

د اذربایجان د اقتصاد وزیرجمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست پرمهال د افغانستان او اذربایجان ښو او ورځ تر بلې پراخېدونکو مناسباتو ته په اشارې وویل، د دواړو هیوادونو سوداګریزې اړیکې هم باید د سیاسي او فرهنګی اړیکو هومره پراخه شي.

نوموړي د افغانستان او اذربایجان تر منځ د اورګاډي کرښې، کلتوري، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې لاسلیک شوي تفاهم لیکونه ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې په اذربایجان کې به د افغاني تولیداتو نندارتون جوړ کړي.

ښاغلي مصطفی وف وویل، له افغان پلاوي سره یې د دوه اړخیزه همکاریو په اړه ګټور بحثونه لرل او په نږدې راتلونکي کې به کاري پلاوی افغانستان ته واستوي. هغه زیاته کړه، هیواد یې د افغانستان په انکشاف او بېلابېلو پرمختګونو خوښ دی.

ورپسې د اذربایجان تاجرانو او پآنګوالو د خپلو کمپنیو، تولیداتو، ظرفیتونو او مهارتونو په اړه د معلوماتو ورکولو پرمهال وویل، دوی د کرنې، ټرانسپورټ، کانونو، تعمیراتي توکو، انرژۍ او نورو بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې کار او پانګونې ته لېواله دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست اجمل احمدي د غونډې ګډونوالو ته د انرژۍ، کانونو، کرنې، ټرانزیټ، سیمنټو او نورو برخو کې شته فرصتونه او ظرفیتونه تشریح کړل او هغوی یې په افغانستان کې کار او پانګونې ته وهڅول.

 جمهوررئیس غني د اذربایجان د اقتصاد وزیر څخه په مننې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ته د یاد نندارتون د تعقیبولو لارښوونه وکړه. هغه وویل، اذربایجان د افغانستان د وچو او تازه مېوو، کرنیزو محصولاتو او زعفرانو لپاره ښه مارکېټ کېدلی شي.

محمداشرف غني څرګنده کړه، ساختماني سکتور کې پانګونه زموږ لومړیتوب دی چې په دې برخه کې مستقله او یا هم مشترکه پانګونه کېدلی شي. هغه زیاته کړه، موږ د ترانزیتي دهلېزونو، لویو لارو او اورګاډي کرښې د جوړولو له لارې د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو ترڅنګ د کار او پانګونې زمینې ایجاد کړې دي.

د هیواد جمهوررئیس همدارنګه په افغانستان کې د کرنیز سکتور، اوبو او انرژۍ، کانونو، د ځمکو د مدیریت، کور جوړولو سکتور او نورو برخو کې د پانګونې فرصتونو ته هم د هغوی پام ورواړاوه.

جمهوررئیس د همکاریو او سوداګرۍ وده  د هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، د سیمې او هېوادونو د امنیت او ثبات د تامین لپاره ګټوره وبلله. هغه زیاته کړه، موږ به د منظم میکانیزاو پلان په اساس  داخلي او بهرنيو تاجرانو او پانګوالو ته د افغانستان له فرصتونو او ظرفیتونو څخه د استفادې زمینه برابره کړو.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: