افغانستان

محب: خلیلزاد د افغانستان حکومت بې حیثیته کول غواړي

حمد الله محب

نوموړي پر خلیلزاد تور پوري کړی چې غواړي د اشرف غني حکومت غیر مشروع او بې حیثیته وښيي ، تر څو د طالبانو سره د جوړجاړي په نوم یو بل حکومت را منځته کړي او دی یې د «وایسرای» په توګه مشرتوب وکړي.

نوموړي ویلي چې خلیلزاد له مخکې هم دا خواهش درلود چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان کاندید کړي.

محب له لوري پر خلیلزاد نیوکې ثابتوي چې د طالبانو سره په خبرو کې افغان حکومت په جریان کې نه دی او ویره لري چې امریکا به دوی پر طالبانو خرڅ کړي.

د یادونې وړ ده چې امریکا د حکومت بل ملاتړي امر الله صالح ته ویزه نه ده ورکړې، نوموړي غوښتل چې د محب سره په سفر کې ګډون وکړي او هلته په ورته توګه رسنیزي غونډي وکړي او پر امریکا حکومت فشار وارد کړي چې د طالبانو سره په مذاکراتو کې حکومت ته هم د ګډون فرصت ورکړي.

%d bloggers like this: