افغانستان

په امریکا کې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار احضار کړل شو

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا احضار شوی او دده د وورستیو څرګندونو له کبله یې ورته سختې ګوتڅنډنې کړې دي.

حمدالله محب تیره ورځ له یو شمېر امریکايي رسنیو سره په خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په فعالیتونو نیوکې کړې وې او خلیلزاد یې تورن کړی ؤ، چې له طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو له لارې غواړي د ملي وحدت حکومت څنډې ته کړي، د کومې له امله چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سخت غبرګون ښودلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حمدالله محب لخوا پر خلیلزاد نیوکې او تورونه لګول بې ځایه بلل شوي او له همدې امله یې پرون ناوخته ښاغلی محب په واشنګټن کې بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی ؤ.

د راپورونو ترمخه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ډیویډ هیل په دغه کتنه کې حمدالله محب ته په ښکاره ویلي، چې په خلیلزاد برید په بهرنیو چارو وزارت برید دی او په کار ده، چې له دارنګه غیر مسئولانه څرګندونو ډډه وکړي، ځکه د ښاغلي هیل په خبره دا کار کولای شي د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي تاثیر وکړي.

په رسمي سفر بوخت د یوه هېواد د ملي امنیت سلاکار احضارول له دیپلوماتیکي اصولو سره په ټکر کې عمل بلل کیږي؛ خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په واشنګټن کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د احضار په مسئله امریکايي چارواکو ته کوم شکایت نه دی کړی او نه هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له افغان حکومت څخه بښنه غوښتې ده.

%d bloggers like this: