افغانستان

د پکتیا په زرمت، د وردګو په شیخ اباد، دهلمند په سنګین او نهراج ولسوالیو کې ځانګړو ځواکونو تازه هوایي بریدونه کړي

افغان نظامي چارواکي وایي، د پکتیا ولایت په زرمت، د میدان وردګو په شیخ اباد، د هلمند په سنګین اونهر سراج ولسوالیو کې، افغان ځانګړو ځواکونو پر طالبانو تازه بریدونه  کړي مرګ او ژوبله یې ور اړولې ده.

خامه پریس خبري اژانس ته د رسیدلې خبر پاڼې په حواله، افغان ځانګړو ځواکونو د پکتیا ولایت په زرمت کې دوه هوایي بریدونه تر سره کړي او په پایله کې یې ۱۰ طالب جګړه ماران وژل شوي او په دغې ډلې پورې یو د وسلو زیرمتون له منځه وړل شوی دی.

خبر پاڼه زیاتوي، د پکتیا ولایت په ګومل ولسوالۍ کې هم د دغو ځواکونو له لوري په شوې هوایي حمله کې۲ طالب وسله وال وژل شوي دي.

دغه زار د میدان وردګو ولایت په شیخ آباد ولسوالۍ کې د یوه بل ترسره شوي هوایي برید په پایله کې ۲ طالب وسله وال وژل شوي، د دې ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې هم یو طالب وسله وال په  نښه  او له  منځه وړل شوی دی.

خبر پاڼه د هلمند ولایت په سنګین کې د ۳ طالب وسله والو د وژل کیدو او د ۳ نورو د ټپي کیدو  تر څنګ د دې ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ۶ تنو نورو طالب جنګیالیو د وژل کیدو خبر هم ورکړی دی.

دغه زار د کندهار په بیګال کې ۷ طالب جنګیالي د دې ولایت په میوند کې ۳ او په خاکریز  ولسوالۍ کې ۱ طالب جنګیالی وژل شوی دی.

%d bloggers like this: