افغانستان

عبدالله: له افغان ځواكونو دې يوازې د دښمن په ضد استفاده وشي

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله ټينګار كوي، چې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواكونه بايد د خلكو په وړاندې ونه درېږي.

نوموړي پرون مازديګر د هېواد د امنيتي او دفاعي ارګانونو د رهبرۍ په كلني كنفرانس كې وويل، له افغان ځواكونو دې يوازې د دښمن په ضد استفاده وشي او هغوى بايد له سياسي او ټاكنيزو مسايلو بهر عمل وكړي.

عبدالله زياته كړه، دا ځواكونه بايد د هېواد د ملي مصلحتونو، اساسي قانون او ملي ګټو پر كرښې حركت وكړي.

يادې څرګندونې په داسې حال كې كېږي، چې د پنجشنبې په ورځ په مزار شريف ښار كې د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور پلويانو د دغه ولايت د نوي امنيه قوماندان عبدالرقيب مبارز د معرفۍ د مخنيوي لپاره له امنيتي سرتېرو سره وسله واله نښته وكړه.

په مزار شريف ښار كې د ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون سرطبيب نور محمد فيض رسنيو ته ويلي، په دې نښته كې د ۱۰ امنيتي سرتېرو په ګډون ۱۸ تنه ټپيان شوي دي.

عبدالرقيب مبارز د بلخ د نوي امنيه قوماندان په توګه تر څو ساعته جګړې وروسته معرفي شو او خپله دنده يې پيل كړه.

بل پلو راپورونه وايي، د ملي دفاع او كورنيو چارو سرپرست وزيران اسدالله خالد او مسعود اندرابي د بلخ د پخواني والي عطاء محمد نور د پلويانو او حكومت ترمنځ د رامنځته شوي كړكېچ د پاى ته رسولو په هدف دې ولايت ته تللي دي.

%d bloggers like this: