خبرپاڼې

په نیوزلېنډ کې پر لمونځ کوونکو د تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

د ارګ خبرپاڼه

ارګ، کابل: ترهګرو نن د نوزلېنډ پر دوو جوماتونو د جمعې لمانځه د ادا کولو پرمهال د برید په پایله کې یو شمېر لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان کړي دي.

جمهوررئیس غني د دغه وحشیانه عمل د سخت غندلو پرمهال وویل، پر دغو جوماتونو تروریستي بریدونو یو ځل بیا وښوده چې تروریستان هیڅ دین او ائین ته درناوی نه لري او د ټول بشریت دښمنان دي.

جمهوررئیس یو ځل بیا د نړۍ پر ټولو هیوادونو د ترهګرۍ شومې پدیدې پر ضد له تفکیک پرته د ګډې مبارزې ټینګار وکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د نیوزلېنډ حکومت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: