افغانستان

بادغیس: طالبان د بالامرغاب ولسوالۍ بازار ته ننوتل، جګړه دوام لري

له بادغیس ولایت ورکړل شوي خبرونه وایي، چې طالبانو د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ مرکز له څلورو خواوو محاصره کړی او سخته جګړه دوام لري.

د یادې ولسوالۍ ولسوال وارث وایي، تر اوسه ۱۱ پوستې او د ملي اردو یو ټولی د طالبانو لاس ته لویدلي او جګړه لا هم دوام لري.

د نوموړي په وینا، سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسیدلي خو په خبره یې چې له تیرې یوې اونۍ راپه دې خوا ۲۰ تنه افغان سرتیري وژل شوي او ۲۸ نور ژوندي د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

خو د بادغیس د امنیې قوماندان مل پاسوال خلیل الرحمن جواد بیا د ولسوال خبرې ردوي او زیاتوي چې په سیمه کې وضعیت عادي دی او تصفیوي عملیات یې پیل کړي دي.

بلخوا طالب ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چې جګړه لا هم روانه ده او ځواکونه یې د ولسوالۍ بازار ته ننوتلي دي.

نوموړی وایي، بیګاه شپه یې دهمدې ولسوالۍ د جه خوجي په سیمه کې یوکنډک او۵ پوستې او دمورچاق په سیمه کې یوه پوسته نیولې او دغوچاقو په سیمه کې د۲پوستو عسکر له مهماتوسره یوځای ورته تسلیم شوي دي.

ځایي خلک وایي، بریدونه چې پکې سپکې ، درنې اولیزري وسلې کارول کیږي اوس هم په شدت سره دوام لري او ولسوالۍ د سقوط وروستۍ شیبې شمیري.

%d bloggers like this: