افغانستان

پنټاګون: افغانستان باندې د یرغل او پوځي حضور یواځنۍ موخه د امریکا امنیت دی

امریکا د دفاع سرپرست وزیر “پټریک شاناهان“ او د دغه هیواد د مرکزي قوماندې رئیس جنرال “جوزف ووټل“ نن په یوه ګډه خبري ناسته کې په تکرار سره ټینګار وکړ چې پر افغانستان یې د یرغل او اوسني پوځي حضور اصلي موخه د امریکا د امنیت خوندیتوب و ، چې تر ډیره په کې افغان امنیتي ادارو قرباني ورکړې ده.

د دفاع سرپرست وزیر وویل، “مونږ په افغانستان کې د روانو خبرو اترو له بهیر نه بشپړ ملاتړ کوو، اوسنۍ خبرې د تیرې څلویښت کلنې جګړې د اختتام لپاره بهترینه دریسه ده،  خپلو هڅو ته دوام ورکوو،  تر څو له هغه هیواد (افغانستان) نه  امریکا ته د وسلوالو ډلو د خطر مخنیوی وکړو“

په ورته وخت کې بیا جنرال ډنفورډ وویل چې په ټوله کې تر اوسه د افغانستان وضعیت کوم تغییر نه دی کړی او په وینا یې چې، “ زمونږ یواځنۍ موخه د افغانانو ساتل او له حکومت دفاع نه؛  بلکې د امریکا ساتل مهم دي،  یو جوړ شوی تر کیب مو د افغانانو په ملاتړ رامنځته کړی تر څو پر طالبانو فشار واچوي او په جنوبي اسیا کې د تروریزم ځالې ختمې شي

%d bloggers like this: