افغانستان

محب: د امریکا پر اوږو ولاړ یو او له سخاوتمندانه ملاتړ یې هرکلی کوو

د اشرف غني د ملي امنیت سلاکار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته تر احضارولو وروسته د امریکا پر وړاندې خپل دریځ خورا نرم کړی او افغان حکومت یې د امریکا د احسانونو پوروړی بللی دی.

نوموړي چې تیره ورځ د افغان سولې لپاره د امریکا پر ځانګړي استازي خلیلزاد توندې نیوکې وکړې ،هغه یې د واک په ترلاسه کولو تورن او د امریکایي مشرانو لخوا ورسره شوی چلند یې له سپکاوي ډک وباله؛ چې په غبرګون کې یې امریکا پر وړاندې توند غبرګون وښووده او د بهرنیو چارو وزارت ته یې احضار کړ.

امریکایي رسنۍ وایي، دا یو بې مخینې اقدام وه چې د یوه هیواد امنیتي سلاکار دې کوربه هیواد په دومره سپک چلند احضار او بیا ورته ژر تر ژره له هیواده د وتلو امر وکړي.

محب تر احضارولو وروسته ویلي ،

“ افغانان د تروریزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا پر اوږو دریدونکي دي،  مونږ د امریکا له سخاوتمندانه ملاتړ نه چې د ځواکونو د روزنې او تمویل په برخه کې یې راسره کوي،  قدرداني کوو

%d bloggers like this: