افغانستان

خوست: د ژمن تلویزون خبریال د ژورو ټپونو له امله و وژل شو

وست کې د ژمن ټلويزيون خبريال سلطان محمود خیرخواه د سختو ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړی نن غرمه مهال د خوست ولایت په مرکز کې د نامعلومه وسلوالو لوري په نښه شو چې ټپونو یې ژور او نن ماښام یې په روغتون کې ساه ورکړه.

افغانستان کې د خبریالانو ټولنې د نوموړي په وژل کیدلو سخته خواشیني ښودلې او دولت یې د خبریالانو په ساتنه کې پاتې بللی.

دا پداسې حال کې دی چې یواځې درې ورځې وړاندې په هلمند کې د یو خصوصي تلویزون خبریال نثار احمد احمدي په موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه چې نوموړی سخت ټپي او یوه پښه یې پرې شوه.

د یادونې وړ دی چې څه وخت وړاندې د خوست ولایت کې د بي بي سي خبریال احمدشاه وروسته له هغه و وژل شو چې د کمپاین ځواکونو له لوري د عامه وژنو څخه یې پرده پورته کړه او د ملکي خلکو په وژنو کې یې ښکیل وبلل.

%d bloggers like this: