خبرپاڼې

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو دمخکېني سفیر کورنۍ ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر په دوهمه ورځ نن سهار په افغانستان کې د عربي متحده اماراتو د مخکېني سفیر شهید جمعه محمد عبدالله یلیل الکعبي کورنۍ سره وکتل او یو ځل بیا یې هغوی ته د تسلیت ترڅنګ د شهید یلیل الکعبي د ارزښتناکو خدمتونو په درناوي د هغه کورنۍ ته د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ.

په دې اړه لوستل شوي فرمان کې راغلي:  شهید جمعه محمد عبدالله یلیل الکعبي په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال د هراړخیزو اړیکو د پراختیا، د ثبات د تحکیم او د همکاریو په جلبولو کې زیاتې هڅې وکړې او د دندې په ترسره کولو کې یې خپله شایستګي وښود.

جمهوررئیس غني د یاد نښان ورکولو وروسته د شهید جمعه محمد عبدالله یلیل الکعبي د ټولنیزو او خیریه فعالیتونو ستاینه وکړه او وې ویل، افغانستان او عربي متحده امارات پخوانۍ او د ورورولۍ اړیکې لري او د خلکو دښمنان په چادونو او ځانمرګو بریدونو دغه اړیکې نشي زیانمنولی.

وروسته  د عربي متحده اماراتو د شهیدانو چارو رئیس شېخ خلیفه بن تحنون بن محمد ال نهیان وویل، د افغانستان او عربي متحده اماراتو اړیکې دوستانه او د ورورولۍ دي او د شهید جمعه محمد عبدالله یلیل الکعبي قربانۍ دا وښوده چې په هر ډول شرایطو کې مونږ د یو بل ترڅنګ یوو.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: