خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: عربي متحده امارات د افغانستان زعفران اخلي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني عربي متحده اماراتو ته د خپل سفر په لړ کې پرون ماښام په یاد هېواد کې مېشت افغان تاجرانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

په دغه کتنه کې چې په ابوظبي ښار کې وشوه، په پیل کې په عربي متحده اماراتو کې مېشت افغان سوداګر عبیدالله صدرخېل د سوداګرو دستونزو حل په خاطر د هېواد د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه او وې ویل، نا امني او اداري فساد په هېواد کې د هغوی د پانګونې د خنډ لامل شوي.

هغه زیاته کړه: د جمهوري ریاست د دویم مرستیال په مشرۍ د سوداګرو د ستونزو د حل په موخه جوړ شوی کمېسیون توانېدلی چې تر زیاته بریده د هغوی ستونزې حل کړي.

دغه راز افغان سوداګر ابراهیم محب په افغانستان کې د بانکدارۍ سکتور ستونزې مطرح او جمهوررئیس ته د وړاندیزونو ترڅنګ وویل، د افغانستان بانکونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له هغو څخه د سترګې پټول به د جدي خطرونو لامل شي.

نوموړي وړاندیز وکړ،  د بانکدارۍ د ودې او د دغه سکتور د خطرونو د مخنیوي لپاره د ارزونې او مشورې بین المللي نظارتي کمپنۍ ګومارلو ته اړتیا ده.

په دغه کتنه کې د هېواد د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر محمدهمایون قیومي افغان سوداګرو ته د حکومت د انکشافي او سوداګریزو پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل وې ویل، مالیې وزارت د افغانستان د ګمرکونو د رئیسانو په همکاری د هېواد د بندرونو عمده ستونزې مشخصې کړي او هغو ته رسیدګي کېږي.

ډاکټر قیومي زیاته کړه، د جمهوررئیس د لارښوونې پر بنسټ، د کرنې، کانونو، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د پانګونې پرورګرام شته او دا افغان سوداګرو ته تر ټولو ښه فرصت دی.

وروسته د هېواد جمهوررئیس محمداشرف غني د افغانستان د صادراتو په زیاتوالي کې د سوداګرو د فعالې ونډې د هڅو قدرداني وکړه.

محمداشرف غني زیاته کړه: د ابوظبي ولیعهد شیخ محمد بن زاید ال نهیان ورسره په کتنه کې ژمنه کړې چې عربي متحده امارات د افغانستان زعفران اخلي. هغه زیاته کړه اذربایجان هم تیار دی چې د افغانستان بادام، انګور او پیاز واخلي.

جمهوررئیس غني په عربي متحده اماراتو کې له مېشت افغان سوداګرو وغوښتل چې په نړیوالو په ځانګړي ډول د عربي متحده اماراتو بازارونو کې د افغانستان د محصولاتو لپاره برابروشويو فرصتونو څخه په استفادې پانګونه وکړي او د صادراتو لپاره دې واضح هدف وټاکي.

جمهوررئیس غني وویل، په بېلابېلو برخو کې جدي اصلاحات راغلي او دا بهیر دوام لري. هغه زیاته کړه د کانونو قانون په اساسي ډول تغییر کړی او د کانونو سکتور کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

دغه راز جمهوررئیس وویل، په کابل کې به امنیتي ګواښونه ډېر ژر رفع شي، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته یې لارښوونه کړې چې تر راتلونکو درې میاشتو پورې په کابل کې غېرمسوول وسله وال  بې وسلې کړي.

جمهوررئیس غني وویل، د بانکدارۍ بحران دولت نه، بلکې خصوصي سکتور ایجاد کړی او ناوړه استفاده په هېواد کې د بانکونو دکمزورۍ لامل شوې. هغه زیاته کړه، په دې اړه د معتبرو بین المللي کمپنیو له لوري ارزونه اړینه ده او د مالیې وزارت سرپرست ته یې لارښوونه وکړه چې د یادو کمپنیو د استخدام پر میکانیزم کار وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: