افغانستان

طالبان وایي؛چې قومندان نزیر له رینجراوګڼومهماتو سره دوی ته تسلیم شوی

طالبان وايي، قومندان نذیر د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې له یو رینجر موټر او ګڼو مهمماتو سره د دوی لیکو ته ورغلی دی، د بلخ چارواکو يې په اړه څرګندونې نه کوي.

دیادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې دبادغیس په بالامرغاب کې  هم لسکونه عسکر له اوږدې کلابندۍ وروسته طالبانوته تسلیم شول، اویوڅه ترکمنستان ته وتښتېدل، چې دنیویارک ټایمز دراپور په اساس هغه هم بیاتسلیم شوي.

داپه داسې حال کې ده چې نن هم طالبانو په دولتي عساکرو غږ کړی وو، چې نور باید دملت پر وړاندې له جګړې لاس په سرشي.

%d bloggers like this: