خبرپاڼې

جمهور رئیس غني دامنیتي وضعیت د ښه والي او راتلونکو عملیاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د هېواد د امنیتي  او دفاعي سکتور د رهبرۍ په ګډون غونډه پرون ماسخوتن په  ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د امنیتي او دفاعي سکتور رهبرۍ د امنیتي عمومي وضعیت او  د راتلونکو ورځو او میاشتو د پلان شویو عملیاتو په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور  له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته د امنیتي وضعیت د ښه والي او راتلونکو عملیاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: