نړۍ

هندي او پاکستاني ځواکونو تر منځ تازه نښته شوې ده

د هند پوځ وایي، د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پرون د پاکستاني سرحدي ځواکونو د ډزو په یوې تازه پېښه کې یو هندی سرتیری وژل شوی او درې نور سخت ټپیان دي.

دغه پېښه د کنټرول کرښې ته نږدې د راجوري سیمې کې شوې ده.

هندي پوځي چارواکو وویل چې ځواکونو یې د پاکستاني سرتېرو ډزو ته متقابل ځواب ورکړ او نښتو شاوخوا دوه ساعته دوام وکړ.

له هغې را وروسته چې تېره میاشت د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې په یو خونړي برید کې شاوخوا ۴۰ هندي سرتېري ووژل شول او پړه یې پاکستان کې دېره جیش محمد سخت دریځې ډلې پر غاړه واخیسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په ترڅ کې له اوربنده د دواړو لورو له خوا د څو سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.

%d bloggers like this: