افغانستان

د پاکستان د پخواني ولسمشر پرویز مشرف روغتیايي حالت سخت خراب شوی

د رسنیزو راپورونو ترمخه د پاکستان د پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف روغتیايي حالت سخت خراب شوی او دا مهال د متحده عربي اماراتو په یوه خصوصي روغتون کې د ډاکټرانو تر جدي مراقبت لاندې دی.

العربیه ټلویزون نن د دوشنبې په ورځ د پاکستاني سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ددغه هېواد پخوانی پوځي ولسمشر جنرال پرویز مشرف چې له څه مودې راهیسې په یوه لاعلاجه ناروغۍ اخته شوی، په وروستیو کې یې روغتیايي حالت بیخي خراب شوی دی.

د سرچینې په خبره ددوبۍ په یوه خصوصي روغتون کې د پرویز مشرف معالجو ډاکټرانو هغه ته سپارښتنه کړې ده، چې له هر ډول فیزیکي او سیاسي فعالیتونو څخه لرې باید جسمي او رواني آرام وکړي.

تردې وړاندې د پرویز مشرف قانوني ډاکټر هم ویلي ؤ، چې ښاغلی مشرف په یوه صعب العلاجه ناروغۍ اخته شوی او په همدې خاطر باید د هغه درملنه وشي او په محکمه کې له سوبتیا څخه ډډه وکړي.

په پرویز مشرف د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بې نظیر بهټو د وژلو په قضیه کې په محکمه کې ثبت شوې ده؛ خو د نوموړي د ناروغۍ له کبله هغه محکمې ته له ورتګ څخه معاف کړی دی.

جنرال پرویز مشرف چې په یوه نا آشنا رنځ اخته دی او له همدې امله په ناڅاپي ډول د بدن په ټولو اعضاوو خپل کنترول بایلي، چې اوس مهال ددوبۍ په یوه روغتون کې تر درملنې لاندی دی.

په ۱۹۹۹م کال کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال پرویز مشرف د وخت په لومړي وزیر نوازشریف د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ او تر ۲۰۰۸ م کال پورې یې په پاکستان کې خپل واک وچلاوه.

جنرال پرویز مشرف د۲۰۰۱م کال کې په وروستیو کې یې په افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف پوځي یرغل له مهمو سیمه ییزو ملاتړو څخه ؤ، چې دده په مرسته امریکايي پوځیانو په خلاص مټ د پاکستان له فضاء څخه په افغانستان کې په سلګونو زره بمونه وغورځول او هم یې له قید او شرط پرته د پاکستان له لارې افغانستان کې میشتو امریکايي پوځیانو ته د اکمالاتو آسانتیا برابره کړې وه.

د نوموړي د حکومت په دوره کې له القاعده سره د تړاو په تور پاکستان کې میشت د خیریه مؤسسو زرګونه عرب او پښتانه ځوانان او پیغلې امریکایانو ته وسپارل شوې، چې ځینې یې تر اوسه د ګوانتانامو په شمول په امریکايي زندانونو کې بندیان دي او ځینې نور بیا له لنډې مودې وروسته خوشې او خپلو هېوادونو ته وسپارل شول.

%d bloggers like this: