نظر او تحلیل

سوله د وېرې او هيلو تر مینځ!!

سرلیکنه

له کومې ورځې نه چې ټرمپ په افغانستان کې د جنګ د درولو او خپلو فوځونو د وېستلو لپاره هڅې  پیل کړي او په عکس العمل کې ولسمشر غني مخالفت ښودلی نو له کبله یې د امریکا دحکومت او غني د حکومت تر منځ د دوستۍ اړیکې خړې پړې دي.

شنونکي وایي دا هم له امکانه لرې نده چې امریکا به د غني اداره یوازې پرېږدي، ځکه چې یاده اداره له یوې خوا له امریکا نه تغدیه کیږي او له بله پلوه د امریکا دپالیسۍ مخالفت کوي او برسېره پر دې امریکایانو ته پیغورونه هم ورکوي، د غني ادارې ته له وچې ډوډۍ نیولې آن ترالوتکو پورې ټول امریکا ورکوي خو اوس چی امریکا غواړي نور د افغانستان معضله د خبرو اترو اومعقول منطق له لارې حل اوفصل کړي نو د غني اداره یې مخالفت کوي او د جنګ د لا تېزولو ګواښونه کوي او برسېره پردې د امنیت شورا مشر محب امریکا ته استوي او هلته امریکایانو ته د جنګ د پرېښودلو په مقابل کې پیغورونه ورکوي، نوځکه د دواړو لوریو تر منځ اړیکې مخ په شړېدو دي او د  دې امکان هم شته چې د سولې تر  بریالیتوب او تکمیلېدا وروسته امریکا خپل ټولې تسلیحاتي او لوژیستیکي مرستې بندې کړي. چې دا به په افغانستان کې داسې حالات رامنځته کړي لکه د ډاکټر نجیب پر مهال چې رامینځته شول، کله چې روسانو په سپین میدان پرېښود خو په دومره توپیر چې چارواکي به  د ملت په لاس د نجیب په څېر د خپلو اعمالو په سزا ورسیږي خو د هېواد حالات به ځکه د پخوا په څېر د وخامت خواته نه ځي چی د دې سولې او روغې تر شا ټول غښتلي او ګاونډي هېوادونه ملاتړي دي.

نوځکه دا ځل حالت داسې بریښي چې هېوادوالو ته به هېڅ ډول تکلیف نه پېښیږي ځکه خلک د ډاډ  احساس کوي خو چارواکي یې په سخته وېره کی شپې ورځې تېروي.

دا مطلب د کابل ټکی کام څخه کاپي شوی:ااصلي مطلب دلته موندلائ شئ: سوله د وېرې او هيلو تر مینځ!!.

سرچینه: کابل ټکی کام

%d bloggers like this: