خبرپاڼې

جمهوررئیس غني هنرمندانو ته په خطاب کې: تاسې د جنګ بیه او د سولې ارزښت تمثیل کړئ

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن مازدیګر د هنرمندانو ملي بحث په برنامه کې چې په سلام خانې ماڼۍ کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.

په دې برنامه کې د هېواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو حضور درلود، په پېل کې آرش بارز د نورو هنرمندانو په استازیتوب خبرې وکړې او د هنرمندانو د ملي بحث په اړه یې چې د دوه ورځو لپاره د لویې جرګې په تالار کې جوړ شوی وو، معلومات وړاندې کړل.

وروسته عبدالرشید عظیمي او آغلې ارزو د هنرمندانو د ستونزو او ننګونو او حل لارو په اړه پریزنټیشن وړاندې کړ او له هنرمندانو څخه د ملاتړ لپاره یې د جمهوررئیس د هڅو مننه وکړه او د رئیس جمهور دغه اقدام یې د هېواد په تاریخ کې بې ساری وباله.

جمهوررئیس غني راغلو هنرمندانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، هنرمندان د درناوي او قدر وړ دي او پر ټولو ویاړم.

هغه زیاته کړه، نن هنرمندان له حاشیې څخه متن ته راغلي او دا چې مخکې هنرمندانو په حاشیه کې قرار درلود، د هېواد د ۴۰ کلنې جګړې پایله وه.

جمهوررئیس د ملي هنر د خونې د ایجاد په اړه د هنرمندانو د وړاندیز هرکلی وکړ او وې ویل، د دارلامان ماڼۍ یوه برخه به چې دا مهال تر بیارغاونې لاندې ده، د ملي هنر د خونې لپاره ځانګړې شي.

د هېواد جمهوررئیس همداراز د هنري پارکونو د ایجاد په اړه د دوی د وړاندیز هرکلی وکړ او زیاته یې کړه تر شلو زیاتو ولایتونو کې به د ارګ د سلام خانې ماڼۍ په څېر ودانۍ جوړېږي او د هنري فعالیتونو لپاره به هم ترې استفاده وشي.

جمهوررئیس غني د اطلاعاتو او فرهنګ او لوړو زده کړو وزارتونو او د ملي راډیو ټلویزیون عمومي ریاست ته لارښوونه وکړه چې د هنرمندانو د اجتماعي ستونزو د حل په موخه دې کاري کمېټه ایجاد کړي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د افغانستان تاریخ د بې ساري هنري سوژو شاهد دی او د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلېزې د نمانځنې په مراسمو کې به د هېواد هنرمندانو ته هم ونډه ورکړل شي.

جمهوررئیس محمداشرف غني وویل، شعر، غزل او نثر  پر موږ زیات تاثیر لري او زه غواړم تاسې د جنګ بیه او د سولې ارزښت تمثیل کړئ.

هغه د دې ټکي په بیانولو سره چې سینېمایي فلمونه د ارګ په ارشیف کې په معیاري توګه ساتل کېږي وویل، زموږ د نقاشۍ او رسامۍ هنرونه او نظم او نثر لوړ ارزښت لري او واضح اړتیا ده چې د ادبیاتو پوهنځی دې د ښکلو هنرو له پوهنځي سره مستقیمه اړیکه ولري.

د هېواد جمهوررئیس د کابل پوهنتون رئیس ته لارښوونه وکړه چې د هنر اړوند پوهنځیو کې دې د هنر برخې ایجاد کړي، دغه راز دې خصوصي سکتور هم د هنرمندانو تولیدي محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې پاملرنه وکړي.

جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې د ملي هنر خونې لومړنۍ کلنۍ بودیجه دې تخصیص شي، د مالیې وزارت سرپرست ته لارښوونه وکړه چې د ملي هنر خونې لپاره دې ټاکلي مقدار پیسو ته هم د هېواد د خپلواکۍ په سلمه کلېزه کې اختصاص ورکړي او ټینګار یې وکړ چې د هنر صندوق دې هم ایجاد شي.

د هېواد جمهوررئیس دېته په اشارې چې د هنرمندانو لکه، استاد قاسم، استاد غفور برېشنا، غلام محمد میمنګي، میرعماد، وکیلي پوپلزی او رشید لطیفي چې په بېلابېلو برخو کې یې فعالیتونه کړي او تلپاتې آثار لري، باید قدرداني یې شي او موږ د هغوی زحمتونه هېر نه کړو.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: