کندهار: د بزګر ورځ ولمانځل سوه.

(سرچینه: کندهار ورځپاڼه):

کندهار ورځپاڼه(۲ حمل ۱۳۹۷)دکندهار والي وایې چي د حاصلاتو لپاره د بازار موندنې هڅي رواني او په همدې موخه یې د افغانستان او هندوستان هيواد تر منځ تجارتي دهلېز هم پرانیستل سوی.
د حمل د مياشتي دوهمه نېټه چي د بزګر د ورځي سره برابره ده، په کندهار کي په شانداره مراسيمو سره ولمانځل سول.
په مراسيمو کي کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا، مرستيال والي عبدالحنان منیب، د ولایتي شورا يو شمېر استازو او زيات شمېر بزګرانو ګډون کړی وو.
د کرهڼي او مالدارۍ رئيس سيد حفیظ الله سيدي په جوړي سوي غونډه کي د تیر کال لاسته راوړنې او د روان کال لپاره خپل پلانونه وړاندي کړه.
سيدي وويل، په روان کال کي به د بزګرانو د حاصلاتو لپاره يوه لويه سړه خونه جوړه کړي.
هغه همداراز وويل چي په کندهار کي د زراعت د پرمختګ لپاره زيات پلانونه لري چي په عملي کېدو سره به يې زراعت او د بزګرانو اقتصاد پرمختګ وکړي.
کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا هم په خپلو خبرو کي وويل چي ولایتي اداره د زراعت د پرمختګ لپاره جدي هلي ځلي کوي.
ویسا وويل، د زراعتي اوبو د کمښت ستونزي د له منځه وړلو لپاره د دهلې ډم لوړېږي او همداراز به په يو يو شمېر ولسواليو کي چک ډمونه جوړ کړي.
همدارنګه دکندهار والي زياته کړه چي د بزګرانو د حاصلاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کي هم جدي هڅي رواني دي او په همدې موخه څه موده وړاندي د افغانستان او هندوستان هيواد تر منځ تجارتي دهلېز پرانیستل سو.
کندهار والي همدراز وويل چي د بزګرانو حاصلاتو ته په بازار موندنه کي حکومت جدي کار کوي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

پکتیکا: د پولیسو د خاصې قطعې قومندان ترور شوی دی

(عزم ویب پاڼه): عزم: ۱۳۹۷/۳/۳۰- پکتیکا ولایت څخه ترلاسه شوي خبرونه وایي ...