اتمر: نړیوال دې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد هڅې منسجمې او پياوړې کړي

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

اتمر: نړیوال دې په سیمه کې د ترهګرۍ ضد هڅې منسجمې او پياوړې کړي

د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار د جرمني د نوي حکومت له چارواکو سره د ليدنو پر مهال په ډاګه کړه چې افغانستان د سولې او جګړې دوه ستراتيژۍ هممهاله پر مخ وړي. د ملي امنيت شورا وياند او د ستراتيژيکو اړيکو رييس قادرشاه ويلي چې د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر د جرمني د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې د ملي امنیت له سلاکار جان هېکر د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو له لوړ پوړو چارواکو سره په رسمي ناستو کې پر امنیتي، سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو خبرې وکړې.  د هغه په وينا، له جان هېکر سره په لیدنه کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د جرمني د وسله وال ځواک له فعال حضور څخه مننه وکړه او د پولیسو د وړتیاوو په لوړاوي او روزنه کې یې د جرمني همکاري مهمه وبلله. اتمر وویل چې نړیوال باید په سیمه کې د ترهګرو د ځپلو لپاره خپلې هڅې پراخې او منسجمې کړي او هغه هېوادونه چې ترهګرو ته یې په خپله خاوره کې د فعالیت او روزنې زمینه برابره کړې، تر سیاسي او اقتصادي فشارونه لاندې ونیسي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

شاهين اسمايي د فوټبال غوره ليګ درېيمه لوبه هم وګټله

(کلید راډیو): د افغانستان د فوټبال غوره ليګ د اووم پړاو د ...