د تاجکستان ولسمشر: د افغانستان په پرمختګ او وده کې ونډه اخلو

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

د تاجکستان ولسمشر: د افغانستان په پرمختګ او وده کې ونډه اخلو

تاجکستان د افغانستان په بیا رغونه او پرمختګ کې خپله ونډه اخلي. د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د ملګرو ملتونو له منشي انتونیو ګوتریش سره په یوه لیدنه کې د افغانستان د اوضاع په اړه خبرې کړې دي. دواړو لورو په افغانستان کې روان وضعت ته په اشارې ویلي چې له ترهګرۍ سره مبارزه د ټولې سیمې لپاره مهمه ده. ګوتریش په افغانستان کې د ترهګرو له فعالیتونو، د نشه يي توکو له قاچاق، نا امنیو او نورو مسایلو په اړه د تاجکستان اندېښنې پر ځای بللې دي او په وینا یې د سیمې هېوادونه باید د افغانستان په پرمختګ او ثبات کې خپله ونډه واخلي. امام علي رحمان ویلي چې دوی د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه اخلي نو له همدې امله یې دغه هېواد ته برېښنا صادره کړې ده او د خپلې برېښنا د صادراتو په کچه کې به لوړوالی راولي. د رحمان په خبره نړیوال دې په افغانستان کې د موجود ترهګرو پر وړاندې عملي او هر اړخیز اقدامات تر سره کړي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

طالبانو د درې ورځني اوربند د ختمېدو اعلان وکړ.

(طالب نیوز): طالبانو د یوې اعلامیې په صادرولو سره ویلي چې درې ...