افغانستان

یو افغان په جرمني کې په عمري بند محکوم شو

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

یو افغان په جرمني کې په عمري بند محکوم شو

 حسین خاوري منلې چې ۱۹ کلنه د طب محصله ماریا لادنبرګر یې په سویل ختیځ فریبرګ ښار کې د ۲۰۱۶ په اکتوبر کې ووژله. نوموړې له یوې مېلمستیا وروسته کورته پر لاره لادرکه شوې وه او مړی یې په یوه ویاله کې موندل شوی و. حسین خاوري څو اونۍ وروسته هغه مهال ونیول شو چې له مړي سره د ده ډي این اې وموندل شوه. له نیول کېدو وروسته څرګنده شوه چې حسین خاوري په یونان کې په ۲۰۱۴ کې د قتل په تور په لس کلن بند محکوم شوی و، خو په ۲۰۱۵ کې بېرته خوشی شو. له هغې پېښې وروسته دی اتریش او بیا جرمني ته راغی. ده له کومو اسنادو پرته ټینګار کاوه چې ۱۷ کلن دی.

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.