پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې او دوه ماشومان یې وژلي

(سرچینه: سپوږمۍ راډیو):

پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدلې او دوه ماشومان یې وژلي

د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې پر يو کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله  دوه ماشومان وژل شوي او د هغوى پلار او بل ماشوم ورور ټپيان دي. دغه پېښه تېره ورځ د ابردي په سيمه کې رامنځته شوې ده. د يادې سيمې ملک امين الله ويلي د هاوان مرمۍ هغه مهال پر دغه کور ولګېده چې په سيمه کې د ملي اردو ځواکونو پوځي عمليات روان وو. د اروزګان امنيتي چارواکي په دې اړه ناخبري ښيي، خو وايي پلټنې به وکړي. په دې سيمه کې له تېرو دوو کلونو راهيسې د دولت وسله وال مخالفین موجود دي او له تېرو څلورو ورځو راهيسې د هغوى پر ضد د دولتي ځواکونو عمليات روان دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

دکندهار پارلماني ټاکنې تر یوې اونۍ وځنډېدې

(کابل نیوز): جمعه, 27 تله کندهار کې د ولسي جرګې ...